د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
شمعه شوګیر

غزل :شمعه شوګير

 

 

شمعه شوګير

غزل

بغیرلـــــــه تا مې هم لیـــــــــدلي شپې دي
نن په خوشبـــــــــوباندې لمبلي شپې دي

ستا له غمجنـــــــوسترګوښکاري داسې
زمــــــــــــــــــــــایادونـه یې پاللي شپې دي

په سره پالنګ چې ستا ترڅنـګ تېرېږي
جانانه دغــــــــــه ډېرې ښــــکلي شپې دي

سهار ته ووایــــــــــــــــــه چې راشي یوځل
زمـــــــــــونږ په کلیـــو کې ړولي شپې دي

لږ خو ور وګوره دشمــعې خــــــــــــــــــواته
درپسې څـــــــــــومره یې ژاړلي شپې دي

د شاعر نور شعرونه ←