د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

466 شاعران6017 شعرونه
شمعه شوګیر

د شمعې شوګير ښکلى غزل

 

غزل

دمئينتــــــــوب کيسې تاچــــــــــاته وکړې؟
اوکه غماز ټولې دنيـــــــــــــا ته وکـــــــــړې؟
پرون هم پېغــــــلې په ګــــــــــــودر غږېدې
ولې خفـــــــــه ښېرې يې مـــــــــــاته وکړې
لکه يې وږمووجـــــــــــــود وي ګل او هوا
داسې مې خيـــــــــال کډې بيديا ته وکړې
دطراوت اوښــــــــــکې مو نه دي نصيب
درد غزونې انتهـــــــــــا تــــــه وکـــــــــړې
شمعه به خود ترې سرښندنه غــــــواړي
چې چــــــــــــا يې شپې تتې رڼا ته وکړې

شمعه شوګير

 

د شاعر نور شعرونه ←