پښتو ادب · شاعران
رحمن الله ریحان
د رحمن الله ریحان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
16 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
همداسې ښـه یم ،لاره کې پورت یـم
مات شوی زړه یم ، لاره کې پروت یم
سـتــا په مـړوند مـې, ســر لــګــولی
په خوب ویده یم ،لاره کې پروت یم
ستا د سر تاج وم،ستا تلو نه وروسته
هـغسـې نـه یـم ،لاره کـــې پروت یم
د چا خوښ نه یم، په هر چا بوج یم
ښه زه په څه یم، لاره کې پروت یم
د چــا له سترګو،یــم غـورزیـدلی
د چـا بـاڼـه یـم،لاره کې پروت یم
هــو زه ریـحـان یـم،ستـا لیونی یم
هــوګلـه زه یـم، لاره کـې پروت یم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
د مـحبـت بازار تـه نـه رســیـږي
زمونږه ژوند سنګار ته نه رسیږي
د نـړۍ ټـولـې ښـکلاګـانې یــاره
ستا د ویښتو یو تار ته نه رسیږي
ستا تصویرونه ښکلوي او ژاړي
دا لیـونی سـهـارتـه نـه رسیـږي
که مې دا ټوله ځواني ځار کړم درنه
خو مورې ستا کردار ته نه رسیږي
دلــتـه د چــا د هـنـر قـدر نـشـتـه
دلته کې حق حقدار ته نه رسیږي
ریـحـانه ژبه به دې ګونګه شي خو
سـتـا اوازونـه یـاار تـه نـه رسیږي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
چا زړه کې وکړې چا په خوله وکړلې
ښــــې ژړاګــانې پښــتــــانه وکــړلې
زنـــدګۍ وشــرمـیږه شـرم وکــړه
تـا نـاځـواني وکـړه ما تـه وکــړلې
یـعنـې په مـا بانــدې به ولـګـیږي؟
یعنې ښیرې دې ښې له زړه وکړلې
خـلک په ډز لگـیږي نه مړه کیږي
پــه مـا نخـرې د چـا باڼه وکـړلې
د یو سړي تصویر ته دومره زیر شوم
د ستــرګــو ګـاټـو مـې اوبه وکړلې
ستا هغه خوښ وو زما ته خوښه وې
ستا چې څوک خوښ وو همغه وکړلې
ریــحـانـه نـوره یـې لـه زړه اوباسـه
هــغې نـکـریـزې د واده وکــــړلې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
ماهم توبه کړې د هغې سړي نه پس ده
ورکه یې کړه مړه یارانه هسې عبس ده
هره ورځ خفه یې مړې دا نو څه رشخند شو
نه یې کومه نوره مې یاري درسره بس ده
زه هم درته ښه ډير ملامته یمه خدایه
ما هم غلامي تر حده کړې د حوس ده
دا چې خپل غرور یې په لاسونو کې نیولی
دا قیصه د رزق ده جي دا قیصه د نس ده
ته دې هم خبرې لږې سمې کړه ریحانه
نه ګورې زما هره خبره په اودس ده
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
هو ګله داغ مې د لمن په کناره ښکاري
د حَوس تنده دې په سترګو کې ښکاره ښکاري
پړونی مه لرې کوه د مخه مړه دې نکړي
د غاخ نشان دې د جبین په مناره ښکاري
ته پکې پاتې شه یو څو ورځې یقین دې وشه
زما زره زره زړګي کې نزاره ښکاري
ستا تصویرونو کې د ټولې نړۍ واړه ښکلا
ستا تصویرونو کې د حُسن ننداره ښکاري
چې د ملا په لور مئين شو نو ایله سړی شو
د لیوني ریحان په لاس کې سیپاره ښکاري
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
نشه ده جام راواړوه د غر غوندې یې کوم
ساقي د هجر شپه د لوفر غوندې یې کوم
ډير تلي ستا په څیر دي ته یې هم پکې صحیح
یوه شیبه خفګان دی ښه د نر غوندې یې کوم
دا ځلې که ستا غم راغی په بل ډول یې لمانځم
دا ځلې که ستا غم راغی اختر غوندې یې کوم
په ما باندې دې هر څه وشي مور مې دې ژوندۍ وي
سجده کې زارۍ ګانې دي سوالګر غوندې یې کوم
د چا په تلو مې زړه له واکه وتی دی ریحانه
ژوند څه دی خو په خدای د مرور غوندې یې کوم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
څوک په روا مړ دی او څوک په ناروا مړ دی
موضوع یوه ده هر سړی دې په ښکلا مړ دی
وایس مسج دې ټوله ورځ لکه سندره اوري
دا لیونې دې په خبرو په ریښتیا مړ دی
چې ته خفه یې او له سترګو نه دده اوښکې ځي
نو په دې پوه شه دا سړی دې په خندا مړ دی
دنیا ده هر څوک غلامي کوي د خپل طبیعت
هغه په دین مړ دی او دغه په دنیا مړ دی
ستا لیونی ریحان په تا باندې مئين ندی
ستا لیونی ریحان باور وکه په تا مړ دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
ځان مې ستا د سترګو د نشې په کونج کې ایښئ دی
جام مې سرچپه د میخانې په کونج کې ایښئ دی
ستا د بخملي زلفو خوشبو زما له جیبه ځي
ستا د سر ویښته مې د بټوې په کونج کې ایښئ دی
هسې نه چې بیا په چا مئين شې او ما وشرمی
زړه مې په دې وجه د کوټې په کونج کې ایښئ دی
زه د خلکو منځ کې په ګډا یمه ګډيږمه
شرم مې د ډمې زمانې په کونح کې ایښئ دی
نه ملا صیب یو ټکی سبق به مې نور هیر نشي
ما د چا تصویر د سيپارې په کونج کې ایښئ دی
مړه ته د چا د یاده نه ووځې قربان دې شم
نوم مې دې ریحانه د سینې په کونج کې ایښئ دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
بس خو تسلي به مې د زړه درزا ته ورکړمه
ژوند به وکړم ماته به د ژوند بلا ته ورکړمه
خدایه دومره مست به دې بیا نه پيدا کولمه
نه دې راته څوک راکړل او نه دې چاته ورکړمه
یاره ګومان نکومه که زه دې ستاخاوند شمه
ستا ښایست که وګوري او واک مُلا ته ورکړمه
غمه ته لږ وار وکړه په بله ډډه اوړمه
غمه لږ ټکور به مې دې ماتې ملا ته ورکړمه
ما لیوني ځان په جهالت مصروفه کړی دی
پیره په ګډا راځي که وخت رڼا ته وکړمه
هسې دې ځوانې په اوبو ولې وړې ریحانه ته
نه خپلیږې وینې که د زړه اشنا ته ورکړمه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
رحمن الله ریحان
ژوند دی درګرده تباه کیږي زما
ځواني ده ورو ورو خاورې کیږي زما
ښه اوښکې څنګه رایسارې کړمه؟
زړه دی د غوښې دی خوګیږي زما
آبې زم زم جانانه وه دریږه
ستا په لیدو تنده ماتیږي زما
حَوس مې کلک لاس نه نیولی یمه
ګناه ده ورځ په ورځ زیاتیږي زما
دومره وړیا یمه چې حد یې نشته
وینه ده تویه شوه تویږي زما
ریحانه ستا د راتلو غږ شوی دی
خوښي ده سترګو کې ګډيږي زما