د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه

غزل

بس خو تسلي به مې د زړه درزا ته ورکړمه
ژوند به وکړم ماته به د ژوند بلا ته ورکړمه

خدایه دومره مست به دې بیا نه پيدا کولمه
نه دې راته څوک راکړل او نه دې چاته ورکړمه

یاره ګومان نکومه که زه دې ستاخاوند شمه
ستا ښایست که وګوري او واک مُلا ته ورکړمه

غمه ته لږ وار وکړه په بله ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌ډه اوړمه
غمه لږ ټکور به مې دې ماتې ملا ته ورکړمه

ما لیوني ځان په جهالت مصروفه کړی دی
پیره په ګ‌‌‌‌‌‌ډا راځي که وخت رڼا ته وکړمه

هسې دې ځوانې په اوبو ولې وړې ریحانه ته
نه خپلیږې وینې که د زړه اشنا ته ورکړمه
د شاعر نور شعرونه ←