د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه

غزل

نشه ده جام راواړوه د غر غوندې یې کوم
ساقي د هجر شپه د لوفر غوندې یې کوم

‌‌‌‌‌ډير تلي ستا په څیر دي ته یې هم پکې صحیح
یوه شیبه خفګان دی ښه د نر غوندې یې کوم

دا ځلې که ستا غم راغی په بل ‌‌‌‌‌‌ډول یې لمانځم
دا ځلې که ستا غم راغی اختر غوندې یې کوم

په ما باندې دې هر څه وشي مور مې دې ژوندۍ وي
سجده کې زارۍ ګانې دي سوالګر غوندې یې کوم

د چا په تلو مې زړه له واکه وتی دی ریحانه
ژوند څه دی خو په خدای د مرور غوندې یې کوم
د شاعر نور شعرونه ←