د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي رحمن الله ریحان شعرونه

غزل

څوک په روا مړ دی او څوک په ناروا مړ دی
موضوع یوه ده هر سړی دې په ښکلا مړ دی

وایس مسج دې ټوله ورځ لکه سندره اوري
دا لیونې دې په خبرو په ریښتیا مړ دی

چې ته خفه یې او له سترګو نه دده اوښکې ځي
نو په دې پوه شه دا سړی دې په خندا مړ دی

دنیا ده هر څوک غلامي کوي د خپل طبیعت
هغه په دین مړ دی او دغه په دنیا مړ دی

ستا لیونی ریحان په تا باندې مئين ندی
ستا لیونی ریحان باور وکه په تا مړ دی
د شاعر نور شعرونه ←