د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فضل سبحان عابد

د د ښا غلي فضل سبحان عابد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

همــدا جــانان چــــې زه يې ســات تر ساته خېژومه
ورتلــى به ورله نــشمه اسمــــان بـــه ترې جوړېـږي

 

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د ښا غلي فضل سبحان عابد

ځواني به راله خاورې کړي ارمان به ترې جـوړېږي
دا ښـکلى دومره خوږ لګي جانان به ترې جـوړېږي

همــدا جــانان چــــې زه يې ســات تر ساته خېژومه
ورتلــى به ورله نــــشمه اسمــــان بـــه ترې جوړېـږي

دا ستا ورېښمينې زلفې په پوکي چې نـــن الـوځي
يرېږم ما به ګــېر کـــړي ښاماران بــه تــرې جوړېږي

منـــمه چـــې دا شـــېخ به نــن د مـينې نه مــنکر وي
يـــوځــل به مــينه منـــي مســـلمان بــه ترې جوړېږي

عـــابده پـــښتون نــه چې هـر يو قام قـلم ته شا کړي
له مـــينې به منــکر وي، جــاهلان به تــرې جوړېږي

د مسافر په نامه دمور لېکبشپړ شعر ولولئ

د مسافر په نامه دمور لېک

د ښا غلي فضل سبحان عابد

زما د سترګو نه پناه ګلابه
زما په زړه کې په خندا ګلابه
د لرې لرې سلامونه واخله
د دعاګانو امبارونه واخله
په امان اوسې د تودوه بادونو
هر يو قدم دې شه په سرو ګلونو

نيستۍ ظالمې په کوم لور وړی يي
زما له خوا نه يي په زور وړی يي
که لوږه نه وی مجبوري مو نه وی
ګرانه که ډيره غريبي مو نه وی
زه به په زړه پرهر پرهر ولې وی
ته به د کوره مسافر ولي وی

که لوږه ورکه شوه خو زړه مې وران دی
ستا يو نظر ليدۀ زما ارمان دې
زما د سترګو سترګو کيږی خانه
يوه لحظه مې نه هيريږی خانه
ستا د ديدن په بدل ځان مړؤؤ
څومره په ګرانه ماشومان مړؤؤ

چې لږ ناوخته به د شپې راتللې
ما له به څومره وسوسې راتللی
چې کور به نه وې زړه به وران ؤوزما
وره ته کتل دغه ګذران وو زما
ا وس مې اونه ليدی وختونه اوشو
وختونه څه چې ډير کلونه اوشو

هاغسې اوس هم پامته داره يمه
لارې ته ګورم ناقلاره يمه
د وره په ګړب پسې په شا ګورمه
غولي ته منډه کړمه تا ګورمه
دغه وهمونو ليونۍ کړمه زه
ذرې ذرې دې جدايۍ ګړمه زه

زما ګلابه په سپرلو ميئنه
په اخترونو او ميلو ميئنه
چې د سپرلو نه به خبريږی کنه!
په اخترونو به پوهيږې کنه
اختر خو ماته هم ماتم غوندې وي
تا پکې ښکل نه کړمه غم غوندې وي

د سپيلنو لوګي به وي او کنه
په تا نظر څوک ماتوي او کنه؟
لکه زما دې په زار زار پاسوي
کنه سحر دې څوک په قهر پاسوي
په خاورو سخا په دې لمنې ساتې
جامې به پاکې که خيرنې ساتې؟

لکه چې څنګ دلته يختي ډيره وي
اورم چې دغلته ګرمي ډيره وي
چې به په سوري که په لمر به يي ته
په ګيډه موړ او که نهر به يي ته
زړګې مې وار نه کوي دا اوليکه
ما ته په ليک کې خامخا اوليکه

دا وسوسې چې مې په زړه شي ګله
چې دا وهمونه راسره شي ګله
بيا مې د ستوني نمړۍ نه تيريږي
زما خو دغه ډوډۍ نه تيريږي
چې ستا چاچۍ پر پولۍ کيږي ګرانه
زما به څه رنګه تيريږي ګرانه

زمونږ وطن د بلاګانو وطن
زمونږ وطن د ښامارانو وطن
ګنې په دې وطن کې څه نشته دی ؟
ګټه د سمې که د غره نشته دې؟
په کور د غم ژوندون ځما برخه ده
مسافري زړه چاودې ستا برخه ده

ليک بس کوومه اجازت دې راخلمه
په دې دعا درنه رخصت اخلمه
خدايي دې نيستي چيرته په بند ګيره کړي
خدايي دې په دې وطن ډوډۍ ډيره کړي
زما بچيه ! چې خپل کور ته راشی
پښتون وطن ته خپلې مور له راشۍ

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د ښا غلي فضل سبحان عابد

اوس كوږ د خياله ګرځه چې جانان مې درته ووې
هر ناز به دې وړم د زړګي ځان مې درته ووې

چې نوره مې په زړه د مينې غلا نشوه ساتلې
ټپې د محبت په يه قربان مې درته ووې

په ما كه تندرونه اوس پرېباسې نو پرېباسه
پخپله مې اوچت كړلې اسمان مې درته ووې

زه ستا د ګومانونو هيڅ علاج كولى نشم
لا نوره مينه څنګه وي خپل ځان مې درته ووې

پخپل كړي ستم مې پاتې راوستې جانانه !
چې زړه دې راله خوږ كړو نو درمان مې درته ووې

ته دومره پويه نه شوې چې دا غږ د مينې غږ و
عابده لېونيه! عابد جان مې درته ووې

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د ښا غلي فضل سبحان عابد

په جدايى به دې دردېږي اخر زړه دى كنه
په تاپسې خو به خوږيږي اخر زړه دى كنه

ستا ډېر دروغ ورته رښتيا كړمه دوكه يې كړمه
يو ځل به خامخا پوهېږي اخر زړه دى كنه

په تريخ نظر دې ځاى په ځاى دانه وانه پرېوزي
په خوږ نظر دې راټولېږي اخر زړه دى كنه

لكه د غر غوندې درانه غمونه هم وړاى شي
خو ډېر په لږ څه خپه كېږي اخر زړه دى كنه

هاغه يو تن پكې عابده ځانله ځاى كړى دى
پكې نور خلك نه ځاېږي اخر زړه دى كنه

ته يو زر ځله منكربشپړ شعر ولولئ

ته يو زر ځله منكر

د ښا غلي فضل سبحان عابد

ته يو زر ځله منكر شه ستا ادا د يارانې ده
ستا غصه له يارۍ ډكه ستا خندا د يارانې ده

په جنت كې به د ځان يو په دوزخ كې به په ځان يو
دلته مينه كول غواړي دا دنيا د يارانې ده

وخته ستا دې وي قسم چې د زړه زخم مې روغ نه كړې
دا يوه نښه راپاتې د اشنا د يارانې ده

زه په دواړو ابادېږم، زه په دواړو خوشالېږم
له ښېرو دې مينه څاڅه ستا دعا د يارانې ده

دلته مينه مينه نشته، دا اتبار په چا ونكړې
پردېس تش وخت اړول دي، پښتونخوا د يارانې ده

اى عابده لېونيه! دا چې بيا راته راخوږ شوې
جوړ په تا چپه راغلې خانه بيا د يارنې ده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د ښا غلي فضل سبحان عابد

څومره په تريخ وخت كې خواږه راكوي
تلو كې د بيا راتلو نېټه راكوي

جانه! دا خلك مې دې و وژني خو
ستا د يارۍ پېغور دې نه راكوي

مني يې هم چې يې د زور نه يمه
بيا نو دا دومره زور په څه راكوي

يمه د هجر شوګيرو زپلى
لاس رانه تاو كه خوب جوټه راكوي

څه زړور و چې يې زړه تښتوو
اوس راله غږ څومره بې زړه راكوي

عابده! يار كړې سترګې داسې پردۍ
لكه چې نور دردونه نه راكوي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د ښا غلي فضل سبحان عابد

ځواني به راله خاورې کړي ارمان به ترې جـوړېږي
دا ښـکلى دومره خوږ لګي جانان به ترې جـوړېږي

همــدا جــانان چــــې زه يې ســات تر ساته خېژومه
ورتلــى به ورله نــــشمه اسمــــان بـــه ترې جوړېـږي

دا ستا ورېښمينې زلفې په پوکي چې نـــن الـوځي
يرېږم ما به ګــېر کـــړي ښاماران بــه تــرې جوړېږي

منـــمه چـــې دا شـــېخ به نــن د مـينې نه مــنکر وي
يـــوځــل به مــينه منـــي مســـلمان بــه ترې جوړېږي

عـــابده پـــښتون نــه چې هـر يو قام قـلم ته شا کړي
له مـــينې به منــکر وي، جــاهلان به تــرې جوړېږي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د ښا غلي فضل سبحان عابد

زما له سترګو تښتوي خوبونه
ځكه خو ټوله شپه كوي خوبونه

هغه به زيان د دېدن زيان نه ګڼي
چې په څنګل د يار ورځي خوبونه

په ويښه هم ګټه كولى نشي
څوك چې تل ويني تاواني خوبونه

خداى دې پرې خوب كړي په بنګلو كې حرام
چې له جونګړو ځني وړي خوبونه

موږ په فكرونو كې ګلونه ساتو
زموږ خوبونه وي سپرلي خوبونه

داسې دې شړنګ بنګړو له مه وركوه
عابد له ويښ نه كړې زلمي خوبون

مسافرهبشپړ شعر ولولئ

مسافره

د ښا غلي فضل سبحان عابد

غمجن مازيګري دي بې له تانه مسافره
الله خو دې زر راوله جانانه، مسافره !

خفه مه شې ته دلته كې زما د زړه پاچا يې
كه دغلته مزدور يې په ماګرانه مسافره

الله درته د دغې وطن سرې شګې ګلزار كه
زما د زړه د ښكلې پښتونخوانه مسافره

ترڅو به د بېلتون په دې رېګزارو دښتو ګرځې
ترڅو به زه ژړېږم له ارمانه مسافره؟

په خط كې راته مه ليكه چې ډېر يم درنه لرې
په زړه كې مې اوسېږې عابد جانه! مسافره

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

د ښا غلي فضل سبحان عابد

سره له دې چې ستمګر دي ښكلي
د هر چا خوښ دي بختور دي ښكلي

خپله يوه يوه ادا خرڅوي
څومره خواران څومره نهر دي ښكلي

د پښتونخوا سپرلى پيكه پيكه دى
په وطن نشته مسافر دي ښكلي

يو وايي ما، بل وايي ما يادوي
زما غزل اور په شر دي ښكلي

اوس خو چې څه وايي منو به يې موږ
چې خېژولي مو په سر دي ښكلي