د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښا غلي فضل سبحان عابد شعرونه

مسافره

غمجن مازيګري دي بې له تانه مسافره
الله خو دې زر راوله جانانه، مسافره !

خفه مه شې ته دلته كې زما د زړه پاچا يې
كه دغلته مزدور يې په ماګرانه مسافره

الله درته د دغې وطن سرې شګې ګلزار كه
زما د زړه د ښكلې پښتونخوانه مسافره

ترڅو به د بېلتون په دې رېګزارو دښتو ګرځې
ترڅو به زه ژړېږم له ارمانه مسافره؟

په خط كې راته مه ليكه چې ډېر يم درنه لرې
په زړه كې مې اوسېږې عابد جانه! مسافره

د شاعر نور شعرونه ←