د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښا غلي فضل سبحان عابد شعرونه

غزل

زما له سترګو تښتوي خوبونه
ځكه خو ټوله شپه كوي خوبونه

هغه به زيان د دېدن زيان نه ګڼي
چې په څنګل د يار ورځي خوبونه

په ويښه هم ګټه كولى نشي
څوك چې تل ويني تاواني خوبونه

خداى دې پرې خوب كړي په بنګلو كې حرام
چې له جونګړو ځني وړي خوبونه

موږ په فكرونو كې ګلونه ساتو
زموږ خوبونه وي سپرلي خوبونه

داسې دې شړنګ بنګړو له مه وركوه
عابد له ويښ نه كړې زلمي خوبون

د شاعر نور شعرونه ←