د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حفیظ الله خالد

د حفیظ الله خالد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

هغه ورځ به دی وطن کی کله راشـــــي
چی داټول  ورونه یو بل سره پخلا شي
 
نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني وي
هر یو پرانیزي غیږ بل ته خواپخوا شي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

10 خپاره شوي شعرونه

دوعابشپړ شعر ولولئ

دوعا

حفیظ الله خالد

حاجیانو خدای کور ته سفر مو پخیر

د وطـن ســولی  له دوعــــــــا وکــړی


هلته میـنا  او ابـــراهیم مقــــام کی

د خدای دربــار تـــه  التجا وکړی


د دی نــــاوریـــن د ختمیدو لپــاره

عــذرو زاری اوتمـــــنا وکـــــــړی


چی دا د وینی ډک ویالی وچی شي

هــــم نــــنواتـــــــی او ژړا وکــــــــړی


د هر بنــــده مومن انسـان لپـــاره

دوعـــــا د عفــوی د ګنـــــاه وکړی


خو ګورې هلته چی دواګانی کوی

چــی په اخلاص اوبی ریا وکړې 
 

د وطن حالبشپړ شعر ولولئ

د وطن حال

حفیظ الله خالد

هرښوونځی چی په وطن کې نن سوځیږي

زړه می اور واخلی اډونه می ویلیږي


چې د ولږې نه انسان هلته واښه خوري

څنګه ستوني نه به زما ډوډي تیریږي


چی د کنډو ړندو حال نه بیا خبر شم

د هغوي په بیوسی می زړه ځوریږی


هر انسان چی د جنګونو قرباني شي

دا ماشوم زړګی می وینی کی لمبیږي


خو چی واورم بیا وطن کی ارآمی ده

زه ارآم شم د زړه بڼ می زرغونیږي


چی دخلکو په څیروکی خوشحالي وي

د خالد د هیــلو ګـل نـــورهــم غـوړیږي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

حفیظ الله خالد

افغانانو ســــر ه لاس ورکړی یو بــل تــــه 
دا ګوټ مات کښتۍ را وباسی ساحل ته

د زمان کاروان روان دی نه دریږي 
په جنګونو سړي نه رسی منزل ته

د دوبۍاو سنګاپور ننداره وکړي  
بیا نو وغوړوی سترګی خپل کابل ته

دا یو لو یه بد بختی ده چې راغلی 
جهاد وایو هر تخریب او ورور وژل ته

پوهې زد ه کړی مرکزونه سیزل کیږی  
که یې نه منې ورځی غزني زابل ته

د ې وطن کې عدالت به هله راشي 
چې پناه نه وي ډاکو غل او قاتل ته

دا وطن زخمی زخمی په زړه چاودلی 
ژر یې وژغوری یا لویږی بحر تل ته

دا بیمار وطن به هیڅکله جوړ نه شی  
څو طبیب نه شو وطن دارو درمل ته

د خالد زړګی به هغه وخت آرام شـــــي 
چې د سولې ګلان راوړی یار اوربل ته
 

شین خاليبشپړ شعر ولولئ

شین خالي

حفیظ الله خالد

چه په خوا کمی جانان هم  را سره وي

داسی ښکاری ټول جهان چه را سره وي

د غمونو او دردونو بار می سپک شي

شین خالي زلفی ماران چه را سره وي

هسی عطرو په خوشبیو کی معطر شم

لکه مشکو لوی کاروان چه راسره وي

چه د شوڼدو جام یی واړوم په سر کی

شم بیخود لکه شیطان چه را سره وي

چه د زلفو سایه بان لاندی یی پروت یم

باک می نشته که باران هم راسره وي

زه خالد د یار په مینه مستانه یم

زولنی که د زندان هم را سره وی 

زما آرمانبشپړ شعر ولولئ

زما آرمان

حفیظ الله خالد

هغه ورځ  به په وطن کی کله راشي

چی وطن  بچي یو بل سره پخلا شي 
 

نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني وي

هر یو پرانیزی غیږ بل ته خواپخوا شي 
 

زړونه یو شی ،هیلی یو، دردونه یو شي

یو د بل زخمو ته پټي شي ، دوا شي 
 

د ویرغم کمپله ټوله شی وطـــن نـــــــــــه

د ژړا په ځای په شونډوکی موسکا شي 
 

مهاجر ورونه مو راشي خپل وطن ته

د هجرت توره شپه ختمه شي صبا شي 
 

په هرګوټ کی رغاونه آبادي وي

دا وطن نورهم سرلوړی په د نیا شي 
 

پخواني ویاړونه بیرته را ژوندي شي

یو ځل بیا هیواد مو تاج د ایشیا شي 
 

ننګرهار باغونه بیا ډک شي له خلکو

د پغمان او استالف میلی دور بیا شي 
 

افغانان که د وحدت لاسونه ورکړي

د دښمن پلانونه واړه به رسوا شي 
 

د خالد آرمان به هله بیا پوره شي

چی د سولی لمر راوخیږی  رڼا شي 

مرثیهبشپړ شعر ولولئ

مرثیه

حفیظ الله خالد

د لغمـان خــوارو بچیانـــو

ای د ظلم قـــربــا نـیا نـــو

د ژوند پیټی مو په شا وو

مــزدوري  پسی روا نــو

خپل تعلیم موکړ نیمګړی

د   نس غم کی  وې خوارانو

د نیستی نه موکور پریښود

د ر پــــــــدرو مـــزدورانـــــــو  
  
 
په زړو جــامــو کی لاړي

ای بــیوزلو مـظلومــانـــو

خبر نوی پــه مـیونــد کی

لار نــــیولی جــلا دانـــو

د انسان د ژوند ارزښت بیا

دوی ته ټیټ دی له چرګانو

په کوم دین کی روا شــوی

قــتل عــام د انــســانانــــو

خدای ورکړی ژوند دوی اخلی

دخدای پــــا ک له بنده ګا نــو

صبر غواړوکورنی ته  اوخپلوانو

جنتونه مو نصیب شه شهیدانـــو

ای ښایسته سپینی کوتریبشپړ شعر ولولئ

ای ښایسته سپینی کوتری

حفیظ الله خالد

ای ښایسته ســپینی کوتــری       

ســـولی  نښـــی بختـــوری         

بیا را والوزه آســمان تـــــه     

ســـوله راوړه دی جهان تــه      

زمــوږ  وران افغانـستان تـه           

چی انســــــان هلـته زوریږي                

هــر خوا ویــنی  دی  بهــیږي

دجنګ اور هر خو ا  خوریږي           

اورکی  وچ لامده ســوزیږي            

ځوانـی هیلی خــاوری کـیږي        

پـــه ســپرلي ګلا ن  رژیــږي            

ای ښایسـته سـپینی کــوتــری            

ســـــو لی  نښــــــی  بخـتوری              

بیا را والــــوزه آســمان تـــــه              

ســـولــه راوړه دی جهان ته                

زمـــوږ ګران افغانستان تــــه                                           

دلته هــــر خــــوا دښمــني ده                   

د دی خـــاوری  تـــــباهی ده   

بی وزلي ده بی وســــــي ده  

بیا را والوزه آســــــــمان ته 

سوله راوړه هــــر انسان ته   

امن تل  یو ضـــرورت  دی  

ســــوله  لار  د انسانیت دی

ســـوله  مینــــه  محبت  دی  

جنګ بیا کرکه  ده نفرت دی   

ای ښایسته سپینی کوتری

ســـــولی  نښـــی بختوری 

بیا را والوزه آسمان تـــه    

سوله راوړه دی جهان ته        

زموږ ګران افغانستان ت

پـاکــه مینهبشپړ شعر ولولئ

پـاکــه مینه

حفیظ الله خالد

هر خوا ته چې ګورمه چلوونه دي 
پاکــه مـینه نشــته هـوســـونـــه دي

هســې دمطلــبو یــارانــې شـــولـې 
لاړو صداقـت دوکې چــمونـــه دي

 
مینه بازاري شوه پلورل کیږي اوس 
ایښي دي لیلام ته ښکلو زړونه دي

 
دلتـه د درخـو میـنـه نـــورختمه ده 
نـن د آدم خان  کيسې خـوبونــه دي

 
میـنه سـرښــند نـه قرباني غـواړي 
مینـې کې دردونــه او غمونــه دي

 
مینــه د پـایمخو ســــره نـه ښـائي 
زړه کې مې د مینی پرهارونه دي

 
چاته مې د خپل زړګي حـال ووایم 
منځ کې اوچت غرونه دیوالونه دي 


زه خـالـد د پــاکې میــنې تــږی یــم 
لاس کې مې راوړي سره ګلونه دي 

د غزی ناوریبشپړ شعر ولولئ

د غزی ناوری

حفیظ الله خالد

د یرغلګرو خونړي لښکری

ځمکی هوا او سمندرله لاری

د جنګي شوبلواو ټانکونو سره

د زغره والو قوه تونو سره

د الوتکواو بمونو سره 

د فلسطین په بیګناهوخلکو

پدی تش لاسو بی دفاعوخلکو 

ځمکی آسمان نه ګذارونه کوي

له هر ی خوانه بریدونه کوي

نن د غزی  په ښار کی

په هر سړک او واټ کی

یو لوی وحشت روان دی

دی یوویشتم   پیړی کی

یو بربریت روان دی

وینی بهیږي هلته

هر یو کړیږي هلته

د دی یرغل له ویری

زړونه رپیږي هلته

عرب مشران چیری دي؟

ولی ‎په چپه ناست دي؟

د بشری حقونو

دا پلویان چیری دي؟

ولی په چپه ناست دي؟

نن  د غزی په خلکو

یو لوی وحشت روان دی

یو بربریت روان دی

ویانا    ۲۰۰۹ / ۱ / ۵

ای د وطن قاصدهبشپړ شعر ولولئ

ای د وطن قاصده

حفیظ الله خالد

د یکشنه د دلوی د میاشتی په ۱۹ کله چی می د ټول افغان ویب پاڼه د وطن د ورځني خبرونو د لوستلو لپاره خلاصه کړه تقریبا ټول خبرونه  د انسانانو د وژلو، بمباریو د ښوونځیو د سوځیدو او زموږ جنګ ځپلی وطن کی د جنګونو او وینی بهیدو په هکله وو، د خبرونو د لوستو نه وروسته ماته د غم او خواشینۍ یو دردونکی احساس راپیدا شو هغه هم پدی وجه چی دنیا کومه خوا ته روانه ده او زموږ د وطن څه حال دی ، لری به نه ځو همدا دری ورځی مخکی زموږ غربی ګاونډی خپل لمړی فضائې راکت خارجی فضاء ته واستوه په همدی تصوراتو کمی قلم او کاغذ واخیست او د زړه احساس می په یوی لنډ نظمی لیکنی کی راوست.

 

ای د وطن قاصده جاردی شمه
بس کړه نورماته د جنګوخبرۍ
د اعدامـونواو پـــاڼـــسو خــبرۍ
د وروروژل اود مرګــو خـبری
هــر خوا د ویـنی بهیدوخبری  
د مکتبو د ســوزیــدو خــبری
 
زه  د وطن حالت ځپلی یمه
له خپلی مېنی یی شړلی یمه
په پــردېسۍ دلته راغلئ یمه
غم د وطن په زړه ویشتلی یمه
زه دی خبرو نه نورستړئ یمه
 
ماته پیغام د ورورګلوئ راوړه 
خبرد سولې او ورورۍ راوړه
 د وطن بڼ نه ګل غوټئ راوړه
ما ته شمشاد دغرونو بوي راوړه
زیرې د مینې اودوستۍ راوړه
یـــو نیم خــبرد آبــادۍ راوړه
 
ای د وطن قاصده جاردی شمه
ترڅـو به اورم دا کـګی خـبری
د خپل ولـــس د جنازی خـبری
زه زغمی نشم دا ترخی خبری 
ماته لږ راوړه نورخوږی خبری
د ســولی امـن او جرګی خبری


ای د وطن قاصده جاردی شمه
ماته پیغام د ورورګلوئ راوړه 
خبرد سولی او ورورۍ راوړه
یکشنه د دلوی د میاشتی۱۹/  ویانا