افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
دوعا
حاجیانو خدای کور ته سفر مو پخیر
د وطـن ســولی له دوعــــــــا وکــړی
هلته میـنا او ابـــراهیم مقــــام کی
د خدای دربــار تـــه التجا وکړی
د دی نــــاوریـــن د ختمیدو لپــاره
عــذرو زاری اوتمـــــنا وکـــــــړی
چی دا د وینی ډک ویالی وچی شي
هــــم نــــنواتـــــــی او ژړا وکــــــــړی
د هر بنــــده مومن انسـان لپـــاره
دوعـــــا د عفــوی د ګنـــــاه وکړی
خو ګورې هلته چی دواګانی کوی
چــی په اخلاص اوبی ریا وکړې