افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
زما آرمان
هغه ورځ به په وطن کی کله راشي
چی وطن بچي یو بل سره پخلا شي
نه دا جنګ، نه ورور وژنه ، دښمني وي
هر یو پرانیزی غیږ بل ته خواپخوا شي
زړونه یو شی ،هیلی یو، دردونه یو شي
یو د بل زخمو ته پټي شي ، دوا شي
د ویرغم کمپله ټوله شی وطـــن نـــــــــــه
د ژړا په ځای په شونډوکی موسکا شي
مهاجر ورونه مو راشي خپل وطن ته
د هجرت توره شپه ختمه شي صبا شي
په هرګوټ کی رغاونه آبادي وي
دا وطن نورهم سرلوړی په د نیا شي
پخواني ویاړونه بیرته را ژوندي شي
یو ځل بیا هیواد مو تاج د ایشیا شي
ننګرهار باغونه بیا ډک شي له خلکو
د پغمان او استالف میلی دور بیا شي
افغانان که د وحدت لاسونه ورکړي
د دښمن پلانونه واړه به رسوا شي
د خالد آرمان به هله بیا پوره شي
چی د سولی لمر راوخیږی رڼا شي