د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي حفیظ الله خالد شعرونه

غزل

افغانانو ســــر ه لاس ورکړی یو بــل تــــه 
دا ګوټ مات کښتۍ را وباسی ساحل ته

د زمان کاروان روان دی نه دریږي 
په جنګونو سړي نه رسی منزل ته

د دوبۍاو سنګاپور ننداره وکړي  
بیا نو وغوړوی سترګی خپل کابل ته

دا یو لو یه بد بختی ده چې راغلی 
جهاد وایو هر تخریب او ورور وژل ته

پوهې زد ه کړی مرکزونه سیزل کیږی  
که یې نه منې ورځی غزني زابل ته

د ې وطن کې عدالت به هله راشي 
چې پناه نه وي ډاکو غل او قاتل ته

دا وطن زخمی زخمی په زړه چاودلی 
ژر یې وژغوری یا لویږی بحر تل ته

دا بیمار وطن به هیڅکله جوړ نه شی  
څو طبیب نه شو وطن دارو درمل ته

د خالد زړګی به هغه وخت آرام شـــــي 
چې د سولې ګلان راوړی یار اوربل ته
 

د شاعر نور شعرونه ←