پښتو ادب · شاعران
اقبال اقبال
د اقبال اقبال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
له بل چا څه پوښتـــــو بــــــــــس ته ووايه
چې خپله خوله راكړې كه سوال ښه دى
د وصل يوه شيبــــــــــــــه تر عمره ښه ده؟
كه انتظار يې ســــــاعت نه كال ښه دى؟
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
لكه نغمه لكه سنــــــــــــــــــــــدره خوږه
ېې راته خوږ داسې دلــــــــــــــبره خوږه
ستا دې قسم وي چې ښې ډيرې كوه
ستا هره يوه يوه خـــــــــــــــــــــــبره خوږه
جار له ستـمه دې په سترګو يې وړم
ناز دې ګبين ادا شكـــــــــــــــــره خوږه
وطــــــــنه څه ميوې دانې دې ستايم
خاوره خــــــــــوږه هم دې ډبــره خوږه
زه ساه نيــــــــولى دې ناڅاپـــــــه ووې
وايه غزل دې نغمه ګــــــــــــــــره خوږه
غزل بشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
چې رنګ يې د ښكلا شو په تن خــــــور د پسرلي
په باغ يې د ځوانې ګډ شو يو شــــــــور د پســـرلي
دا ډير كلونه وشول بيايې مخ راښكاره نكـــــــــــړ
ورځم كه يې پيدا كړم چيرته كور د پســــــــــــرلي
تر غاړې به يې هار د نغمــــه ګرو زړونو تاو كړو
چې پرې يې د احسان شي پر مونږ پور د پسرلي
زړګى مې د فراق په تيرو غشــــــــو لګيــــــــــدلى
زخمـــــــــونه به مې جوړ شي په ټكـــور د پســرلي
اقبال نه هسې څه پوښتـــى ښائيست يې د جانان
په سترګـــــــــــــــو كې راټول يې واړه زور د پسرلي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
د نغمې ســـر ښه دى كه تــــــــــال ښه دى
كه ستا پر زنه شينـــــــــكى خال ښه دى
له بل چا څه پوښتـــــو بــــــــــس ته ووايه
چې خپله خوله راكړې كه سوال ښه دى
د وصل يوه شيبــــــــــــــه تر عمره ښه ده؟
كه انتظار يې ســــــاعت نه كال ښه دى؟
لنــــــــډه يې دا چې واعــــــــــــــــظه واوره!
تاته ثــــــــــــــــــواب ماته اوبــــــــال ښه دى
اقبــــــــاله نشتــــــــه نور دې خدايګو مزه
يو په غزل كې دې كمــــــــــــــــــــال ښه دى
انتظاربشپړ شعر ولولئ
انتظار
اقبال اقبال
يو چا د وركې مينــــــــــــــې له ورك ياره راته ووې
بيا چم ته د راتلو يې د بهــــــــــــــــــــــــــاره راته ووې
غوټى مې د زړګي شوه په موسكا كې پښه نيولې
ما كله كړه رويبـــــــــــار له انتظـــــــــــــاره راته ووې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اقبال اقبال
د تكړه شاعر عبدالله پيكار پر مځكه
بلنهبشپړ شعر ولولئ
بلنه
اقبال اقبال
ځواب كېبشپړ شعر ولولئ
ځواب كې
اقبال اقبال
د خواږه ملګري رفيق شاه څمكني د ګيلې ډك ليك په ځواب كې