د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اقبال اقبال شعرونه

غزل 

چې رنګ يې د ښكلا شو په تن خــــــور د پسرلي

په باغ يې د ځوانې ګډ شو يو شــــــــور د پســـرلي 
 

دا ډير كلونه وشول بيايې مخ راښكاره نكـــــــــــړ

ورځم كه يې پيدا كړم چيرته كور د پســــــــــــرلي 
 

تر غاړې به يې هار د نغمــــه ګرو زړونو تاو كړو

چې پرې يې د احسان شي پر مونږ پور د پسرلي 
 

زړګى مې د فراق په تيرو غشــــــــو لګيــــــــــدلى

زخمـــــــــونه به مې جوړ شي په ټكـــور د پســرلي 
 

اقبال نه هسې څه پوښتـــى ښائيست يې د جانان

په سترګـــــــــــــــو كې راټول يې واړه زور د پسرلي 

د شاعر نور شعرونه ←