افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زما خو نه ټپه نه مې سنـــــــــــــــــدره وي خـــــــــــــــــــــوږه
خو ستا څنګه اشنا هره خبــــــــــــره وي خــــــــــــــــــــــــوږه
زه څنګه به د خپلې مينې قــــــــــدر نــــــــكړم شـــــــــيخه!
سيپې په خپل زړه كې مـــــــــر غـــــــــــلره مــــــــــــي خوږه
په هر قدم يې نياز له نازه زر ځله ځـــــــــــــاريـــــــــــږي
هر څو كه شوخوشنګه وې دلبـــــــــــــــــــــره وي خوږه
راستون چې مې د خيال مارغه له ښكاره شي د شعر
نيولې په پنجو كې يې كـــــــــــــــــوتــــــــــره وي خوږه
خندا خو دې په زړو كې سمــــــــــــــــــې لارې تيروي
موسكا دې د سوركو شونډو شــــــــــــكره وي خوږه
چې ټوله د فطرت په څير د حسن كــــــــــــــرشمه وي
نغمه دې بويه داسې نغـــــــــــمه ګـــــــــــــــره وي خوږه