د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي اقبال اقبال شعرونه

غزل

لكه نغمه لكه سنــــــــــــــــــــــدره خوږه

ېې راته خوږ داسې دلــــــــــــــبره خوږه 
 

ستا دې قسم وي چې ښې ډيرې كوه

ستا هره يوه يوه خـــــــــــــــــــــــبره خوږه 
 

جار له ستـمه دې په سترګو يې وړم

ناز دې ګبين ادا شكـــــــــــــــــره خوږه 
 

وطــــــــنه څه ميوې دانې دې ستايم

خاوره خــــــــــوږه هم دې ډبــره خوږه 
 

زه ساه نيــــــــولى دې ناڅاپـــــــه ووې

وايه غزل دې نغمه ګــــــــــــــــره خوږه 

د شاعر نور شعرونه ←