افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
د تكړه شاعر عبدالله پيكار پر مځكه
پوهيـــــــــــــږو نـــــــــــه په سمه كه بيلارې لاروي يو
خو ستا د تكې سپينې خولې خونكارې لاروي يو
په ځوان تفكر ځـــــــــــــوان تخيل ځوانو جذبو وايو
نغمې د ليونې ميـــــــنې ســــــــــــــرشارې لاروي يو
د ستړيو ،ګريوان څيرو،پښـــــــــــــې يبلو،سرببرو
تصوير واخله ځمونږ د وخت هنـــــــدارې لاروي يو
د ژوند باج مو راوړى دى د مينــــــــــــې په نوم تاته
چې تنده دې پرې ماته شي خمـــــــــــــارې لاروي يو
اقباله ستا رومان رومان غزل پســـــــــې مړه مړه يو
د هر داسې شاعر او سندر مــــــــــــــــارې لاروي يو