د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ګل اغا احمدي وردګ

د ګل اغا احمدي وردګ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

نوم مې ګل آغا احمدي وردك دى او په ۱۳۴۵ هجري لمريز كال د وردګو د ولايت د جغتو د ولسوالۍ د ګلدرې يا پخواني كنده كول د ليګي باباخيلو په كلي كې زيږيدلى يم چې د ۱۹۶۶ ميلادي كال سره سمون خوري.
لومړنۍ او ابتدايي زده كړې مې د كلي په جومات او په خپل كور كې له خپلو والدينو او مشر ورور دوكتور بهاوالدين بها څخه تر لاسه كړې دي او په ۱۳۵۱ هجري لمريز كال په سيمه كې د ګوربت منځنۍ ښوونځۍ ته شامل او تر اووم ټولګي پورې مې خپلې زده كړې په نوموړې ښوونځۍ كې مخته بيولې دي خو د ۱۳۵۸ هجري لمريز كال په پسرلي كې هغه مهال چې زه په آتم ټولګي كې وم د شوروي پلوه رژيم په مقابل كې د افغانستان د ولس وسله وال پاڅون پيل شو چې ورسره جوخت د ګوربت د منځنۍ ښوونځۍ دروازه هم د زده كوونكيو پر مخ و تړل شوه.
د ۱۳۶۲ هجري لمريز كال د عقرب په مياشت كې پيښور ته مهاجر او تر دولسم ټولګي پورې مې زده كړې د مجاهد په ليسه كې تر سره كړې په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال په پيښور كې  د ښوونكيو د عالي دارالمعلمين څخه مې فراغت حاصل او د وو كلونو لپاره د هيواد په آزادو سيمو كې د يوې خيريه موسسې په مرسته وكولاى شول چې په غزني، وردګو، پكتيا او پكتيكا كې د هيواد د ورانو پوهنيزو بنسټونو د بيا رغولو لپاره ځنې ګامونه پورته كړو چې په دې لړكې په سيمه كې د ګټورو ښوونځيو تشكيل ته لاره هواره او په وردګو او غزني كې د ځينو ښوونځيو په جوړولو بريالي شوو چې وروسته يې بيا د ليسو شكل غوره كړ چې په وردګو كې د ګوربت د ښوونځۍ په ځاى د امام ابوحنيفه د ليسې رامنځته كيدل د ساري په توګه يادولى شو.
په ۱۳۷۰ هجري لمريز كال په پيښور كې د ساينس او تكنولوژۍ د اسلامي پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ ته شامل او په ۱۳۷۳ كال له نوموړي پوهنتون څخه په ذكر شوې څانګه كې د ليسانس په اخيستلو بريالى شوم.
په همدې توګه په ۱۳۸۲ كال په پيښور كې د پريسټون له پوهنتون څخه د عامې ادارې په څانګه كې د ماسترۍ په لاسته راوړلو بريالى شوم.
په ۱۳۶۷ هجري لمريز كال د عالي دارالمعلمين څخه تر فراغت وروسته مې په مسلسل ډول په مختلفو پوهنيزو او ټولنيزو موسساتو كې د ښوونكي، اداري مسئول، محاسب، د كتابتون د مسوول، ليكونكي او ژباړن په توګه دندې سر ته رسولې دي او په اوسني وخت كې د افغانستان د ځوريدلو خلكو د خدمت وياړ لرم.
په همدې توګه مې د هجرت په ديار كې د زياتو علمي او فرهنګي غونډو او بهيرونو په ادبي بنډارونو كې منظم ګډون كړى د چې د افغان ادبي بهير، ادبي انجمن، ميوند ادبي بهير او داسې نورو نومونه يادولى شو.
د ليكنې ډګرته مې د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ هجري لمريز كال هغه مهال سر ورښكاره كړ   چې د افغانستان مسلمان ولس په هيواد كې روس پلوى رژيم نسكور كړ او تر اوسه پورې مې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې كړې چې لومړى ټولګه مې د ارمانجن په نامه په پيښور كې د دانش د خپرونديې موسسې له خوا زما په خپل شخصي لګښت چاپ شوې او زما د ټولو ليكل شوو او ژباړل شوو كتابونو شميره ۱۵ ټوكو ته رسيږي چې لنډې كيسې، تاريخي، سياسي، او ټولنيز موضوعات  پكې رانغښتل شوي او د چاپ انتظار باسي.

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

24 خپاره شوي شعرونه

د آشنا طرفبشپړ شعر ولولئ

د آشنا طرف

ګل اغا احمدي وردګ

د ډیوو په شرنګهار کې د رڼا په طرف درومم
د پاولیو په سینګار کې د هما په طرف درومم
را پخلا به کړم ښکلاوې د لیمو په ننواتې
زه د اوښکو په بازار کې د خندا په طرف درومم
زه د سوال خولګۍ ورلیږم د وږمو په لفافه کې
د سلګیو په مزمار کې د ښکلا په طرف درومم
خدایه چیرې به پیدا کړم زه د مښکو کاروانونه
د ګامونو په تلوار کې د دنیا په طرف درومم
بیا به بڼ ته کړم را ټولې مرورې مرغۍ ټولې
د زاریو په دربار کې د موسکا په طرف درومم
میلمانه به کړم ګلونه زه د سوو غنچو زړه ته
زه د هیلو په ګلزار کې د آشنا په طرف درومم
کابل ۲ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۲ اپریل ۲۰۰۷
ډیوېبشپړ شعر ولولئ

ډیوې

ګل اغا احمدي وردګ

د شبنم څاڅکي را کوز شول د سهار په سرو ګلانو
د فرحت خالونه تم شول ستا د نــــــــــاز پـــه ادا ګانو
 
د سرو شونډو له صندوقه د صدفو برخـــــــې ویشي
ستوري یو بل ته مکسیږي د آسمان په ورشـــــوګانو
 
زما زړه یې را نه وړی دی د اوښکو ســـــــــوداګـــــــرو
ناببره یې پلورلی د ښکلا په بـــــــــــلاګــــــــــــــانـــــــو
 
تصویرونه یې د خیال په دیوالونو را ته ښــــــــــــکاري
هر نظر یې را ته ګرو کړ په دکان د ښاپـــــــــیریــــانــــــو
 
زه به مینه بیرته درکړم ته مــــــې زړه راکړه فـــــــــــلکه
بیا د څرک په کرښو لولمـــــــــــه ډیــــــــوې  د رڼاګانو
 
کابل ۷ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۷ اپریل ۲۰۰۷ میلاد
د ګوربت ورشوګانېبشپړ شعر ولولئ

د ګوربت ورشوګانې

ګل اغا احمدي وردګ

په رخسار د صنم ګوره ړنګ بنګ ګلونه واه شول
بیا د دې کلي په څنډو رنګارنګ ګلونه  واه شول
شین پړونی بــه په سر کړي ګلابي نجلۍ سرتوره
بیا د څانګو په زلفانو ښه قشنګ ګلونه واه شول
د نڅا په هر یـــــوه څــــرخ یې د نشې تصویر پیلی
د بلبل، د بوراګــــــــانـــــو د پتنګ ګلونه واه شول
نغمې لیکه را روانــــــــــــــې د مین جانان په لوري
د زرکانو په ټولګیو د آهنـــــــــــګ ګلونه واه شول
فضا غیږ کې ده اخیستې د ماشــــومو وږمو لښته
بیا د مښکو په ځونډیو د لونـــــګ ګلونه واه شول
د ګوربت په ورشوګانو خوښۍ بــیا زنګون وهلی
د شیرینو مڼو باغ کې څنګ په څنګ ګلونه واه شول
کابل ۳۱ وری ۱۳۸۶ هجري لمریز د ۲۰۰۷ میلادي کال د اپریل ۲۰
خفه وريځبشپړ شعر ولولئ

خفه وريځ

ګل اغا احمدي وردګ

كله كــله يـــې د زلفــــــو ولـــــونه راشــــي پـــــه آسمـــــان
تـــــــه بـــه وايـــــې چــــې را اوري بيا په څاڅكو كې باران
ورتــــه خــــوښ د زړګـــــــي تـل شي په هنداره كې د هيلو
او په ځير ځير ورته ګوري هـــــر يـــــو ډكـــــى او انـــســان
ريښي وتخڼي د بوټو په سـارا او هــــــم پـــــه غــــــرونـــــو
زموږ تنده بـه شي مــاتــــــه د اوبـــــــو پـــــه يـــــوه كاروان
غوره هــــار چــــې كله پيــــل شي نو هيلې په مستۍ شي
پــــه رګــــــونــــو كې د زړونو يې شـــــــرر شــــــــي را روان
پــــــه همـدې مهال يو داسې خاورين باد شي په فضا كې
تــــه بــــه وايـــــې چــــې نازل شــــولـــو د تورو شپو توپان
سپيرې دوړې شي په سيمه را ولاړې هسكـــې ټـــيټـــــې
غـــــورزوي پـــه هر يو لـــــــوري د وړو شــــــګو هـــــاوان
د اميد د ګــــودر شـــــونــــــډې كاندي داسې وچې كلكې
تـــــه بــــــه وايـــــې چــــې مــرګــي پرې حمله كړې  ناګهان
د آسمان مخـــــه كـــړي بنده زيړې خاورې لــــكه وريځې
څو كلونه مو دي داســــې پــــــه دې عصـــــر ســـرګــــردان
نه پوهيږو اورښت ولې دى نــاراضــــه لـــــدې خلــــكـــــو
ولې نه راليږي دلـتــــــه د خوښــــيـــــو دستــــــرخــــــــوان
شنبه: ۱۳/7/1381هجري لمریز مطابق 5/10/2002 م
زرمت_پكتيا
د لیلام لمنبشپړ شعر ولولئ

د لیلام لمن

ګل اغا احمدي وردګ

ړنګې بنګې نشې ګوره چې د جام په لمن ښوري
څه خوږې وږمې د مښکو د ماښام په لمن ښوري
دا د کــــــــوم جادو کمال دی ځوانیمرګه پسرلیه
چې د عطـــــرو کاروانونه دې د بام په لمن ښوري
له غنچو، غنچو ګلونو دې منګولې د لاس ډکې
په زرګونو زړونه ښکلیه ستا د دام په لمن ښوري
د سیالۍ په ورا روان شول د نرګس ماما فوځونه
د خوښۍ څپـــــــــه یې مسته د امام په لمن ښوري
بیا شاهي پالنګ پوښلی د ګلاب په تصویرونو
الهامونه، میکیزونه عام او تام په لمن ښوري
څه رنګینې تماشې دي مچوي د ښکلا کرښې
ښایستونه شـــوه ارزانه د لیلام په لمن ښوري
کابل ۶ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۶ اپریل ۲۰۰۷ میلادي
نادودېبشپړ شعر ولولئ

نادودې

ګل اغا احمدي وردګ

څـــــه نـــــاخـــــوالـــې مـــــو راتـــــاو له شــنـــه چـــمـــن دي
د اغــــــزو څـــــــوكـــــــې نــــــــښتــــــې پـــــــه لـــــمـــــن دي
وحــــشــــــي داړې د ظــــلمــــــت دي پــــــكــــــې خـــښــــې
تورتموونه يې پـه ښــــــكلــــــي ځــــــــان واكـــــــمــــــن دي
وروسته پــــــاتـــــې يــــــو لـــــه ګـــــــردو ولــــســـــونــــــــو
جنجالـــــونـــــه لـــــه  نـــــــصيــــــب مــــــو تاو پمـــــــن دي
وروروژنـــــــــــــې ده كيـــــــــږدۍ داســــــــــــــې وهــــــلــــې
چا چـــــې ډيـــــــر جنــــــــايـــــــت كــــــړى بريـــــــمــــــن دي
د غيــــــبــــــت او بــــهــــتـــــان شپـــــه پـــــه زړونــو خپوره
تــــــر ســــهــــــاره پـــــكــــــې ډوب دلـــــتـــــه واكمــــن دي
نــــــاپــــــاكيــــــو تـــــه څـــــوك پــــــــام چـــــــنــدانې نكړي
پليتـــــۍ مـــــو را خـــــــورې پـــــه پــــــــاك مــــيهـــــن دي
د مــــــــشـــــــرانـــــو قـــــــــدر تــــــلـــــــلـــــــى لــــه وګــــــړو
حيــــراني ده ټول پـــــــه يـــــو او بــــــل شـــــكـــــــمــــــن دي
د مـــــلي ســـــرمايــــــې هيڅوك پـــــــروا نــــــــــه كــــــــړي
لوټــــــــل شــــــوې ســــــــرمــــــــايـــــــې  مــــو د وطن دي
لويه خــدايـــــــه ستــــــــــا د رحـــــــــــم ډيـــــــوه راكـــــــــړه
لــــــه نــــــــاخــــــوالــــــو زخـــــمـــــــي زړونه ګيـــله من دي
يكشنبه: ۱۴/7/1381هجري لمریز مطابق ۶/10/2002 م
ناروغۍبشپړ شعر ولولئ

ناروغۍ

ګل اغا احمدي وردګ

څـــه خـــراب امـــــراض پـــــراتــــه دي د ټولنـــې پـــه ټــټــر
دا فضـــــــا يــــــې خــــــــړه كــــــړې د ګنـــــاوو پـــــه منتــــر
قــــــرآن بـــــد ورتــــــه ويــــــلي او خــــاوند ځنې بيزار دى
نــاروا دي ګڼــــل شــــــوي پـــــه حـــــديـــــث د پيغمــــبــــر
د وګــــــړو پـــــه سينـــــه كـــــې يـې ده داسې منګول خښه
ته به وايې چې راغلـــى د غليـــــم لـــــه خـــــوا خنـــــجــــــر
نيــــت بـــــدي حاكمــــــه شـــوې په زرهاوو سختو زړونو
غــــيبــــت داسې عــــــادي شوى چې د هر مجلس وي سر
پـــــردى مـــــال په مينــــــه مينـــــه دى خوراك د انسانانو
د مظلوم آواز خــــفـــــه دى هـــــم پــــــه كـــــور هــــم په بهر
پــــــه خيـــــانـــــت كــــكړ لاســــــونـه فاتحان د زمانې دي
حاكمــان پـــه دې نــــــړۍ كــــــــې دي د سمـــــې او د غـــــر
واسطــــــه داســـــې قـــــانـــــون دى چـــې چـليږي په آزاده
بس نيولـى يـــــې جلـــــــو دى د ژونــــــدون د هــــــر ډګـــــر
بــــــد ويــــــل بـــــدې خـــبـــــرې بــــــده ژبـــــه رواج شــوې
په ښكنځلو كــې پــــوښــــــلـــــى د خبـــــرو هــــــر محـــور
رشــــوتــــونـــــو په بنــــسټ د ادارتـــــو كـــــې ځـاى شوي
مامور هله كار اجرا كړي چې يې جيــب شــــي خونـــــدور
څوك پــــه ژمنــــه وفــــا نـــه كــړي نه پروا شته ددې اصل
ځـــان كامياب ګڼــــي ښـــاغلى چـــې له ځان تير كړي ابتر
ټــــولنيـــــزې نــــــاروغـــــۍ دي په ټــــــولنــــــه اوريــدلې
خداى دې موږه ځنې خلاص كړي له ناولــــو پـــــه هنــــــر
شنبه: ۱۳/7/1381هجري لمریز مطابق 5/10/2002 م
زرمت_پكتيا
نيغه لاربشپړ شعر ولولئ

نيغه لار

ګل اغا احمدي وردګ

د نفرت، حســـد كينې او تــــــورتــــــمونـــــو پــــــه ځـــــاى
د دښــــمنــــــۍ او د غيبــــــت بــــــدو نيـــــتـــــونـو په ځاى
د تيــــــرويـــــســــــتلو، د رټــــــــلــــــو او د مــــــكرپــــه لار
د بيــــــلتـــــــانــــــه د ســـــــرو لمبـــو تورو دودونو په ځاى
د ټــــــكـــــولــــــو ، د ځپــــــلــــو پـــــه وژونـــــكــــيو جرړو
د سپــــــكاوۍ د بــــــلاګانـــــو او تـــــورونـــــو پـــــه ځــاى
بلـــــــې كـــــــړئ دلتـــــــه د يــــووالې ښكلې ښكلې ډيوې
پـــــه سمـــــه غـــــــر كــــــې د مقــــــيمو ظلمـــتونو په ځاى
افــــــغــــان ولـــــــس تــــــه راخــورې كړئ د فرحت زمزمې
د آه او ويـــــر او د سپيــــــرو سپيــــــرو غمــــــونو پر ځاى
د پــــــرمختـــــــګ لــــــيلا راوغواړئ د ګلـــــو بــــــڼ تـــــه
د شـــــاتــــه تــــګ او وروستــــه پــــاتې د نومونو پر ځاى
لــــه تعــــصبـــــاتـــــو،نـــــاپــــاكيو خپل ګلشن كړئ صفا
د برترى د كــــږو لارو او ســـــــوچـــــــونــــــو پـــــر ځــــــاى
د خپـــــل انګــــړ باغــــچـــــــې ته ســوله نيكمرغي راولئ
احمدي ښيي نيغـــه لار د ګـــــړنګـــــونـــــو پـــــــر ځـــــــاى
سه شنبه: ۵/۶/۱۳۸۱ ه ل مطابق ۲۷/۸/۲۰۰۲ م
رنګینې څانګېبشپړ شعر ولولئ

رنګینې څانګې

ګل اغا احمدي وردګ

له سرو شونډو موسکا تاو ده شین یې خال په تندي کیښود
جادوګــــــــــړې، میــــلمه پـالې، ښکلا جال په تندي کیښود
د مستیو هار رنګیـــــــــن شـــــــــــو د لالــــــــونـــــــو په نڅاوو
سپیدو بیا له سره افق نه سپین مشال په تــــنــــــــدي کیښود
د آسمان د مښکو څاڅکي د ګلاب رخسار تــــــــه درومــــــي
هر یوه ګل د پرخې غیږ کې بیا وصال په تنـــــــدي کیـــــــښود
کشمالو کـــــــړې څڼــــــــــــې غــــوړې د پاسته نسیم وږمو ته
فضا بیا د عطرو جام، د خنــــــــــــــدا ټـــــال په تندي کیښود
میلمستون د ځیګرونو په لیمو ورتـــــــــه فــــــــــــرش شوی
د بخملو په چکچکو خوښۍ کال په تــــــــــندي کیــــــــښود
را چاپیر یې کړه لاسونه بل یې خوله راکـــــــــــــــــړه د مینې
احمدي رنګینو څانګو زرغون شال په تنـــــــــــــــدي کیښود
کابل د ۱۳۸۵ د کب ۲۶ نیټه د میلادي ۲۰۰۷ کال د مارچ ۱۷ نیټه
د سبا ټالبشپړ شعر ولولئ

د سبا ټال

ګل اغا احمدي وردګ

الهامونه، نرۍ وړانګې د ښکلا په ټال کې ویـــــــــــــنم
رنګارنګ خیالونه غلي د موسکا په ټال کې ویـــــــــــنم
 
د خوښۍ نذر یې کړی د ښایست په جام یې ویــــــــــشي
ها بوډۍ په خیرات ناسته د خندا په ټال کې ویــــــــــــنم
 
څه منتر د وصال وايي مین زړونه ځان ته بــــــــــــولــــي
منجوره، جادوګره د معما په ټال کــــــــــې ویــــــــــــــنم
 
راشه داسې خولګۍ درکړم چې خمار وې تـــــــــر ابـده
سندرغاړې ډمه هسکه د هما په ټـــــــــــال کــــــې وینم
 
سهار بیا پګړۍ په سر کړه سپيده شنه ده ورته خاندي
بیا لــــــــه څــــــــــرک سره را کوزه د رڼا په ټال کې وینم
 
ویده خلک دې ویــــــــــــــده وي دا د ویښو یارانه کړي
دا  د مینې انځــــــــــــورګـــــــــره د سبا په ټال کې وینم
 
کابل ۳ غویی ۱۳۸۶ هجري لمریز ۲۳ اپریل ۲۰۰۷ میلادي