پښتو ادب · شاعران
غلام محمدکاماوال
د غلام محمدکاماوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د غلام محمد کامه وال د ژوند لیک
غلام محمدکامه وال د اول ګل زوی، په١٣٣٣لمريزکال کې د ننګرهارولايت دکامې ولسوالۍ په اخوندکلي کې زيږ ېدلې دی لومړنۍ زده کړي ېې داخوندکلي په ښونځي کي کړي اومنځني زده کړې يې دمراد علي صاحب په ليسې کې بشپړې کړي دعلاقې له مخې دپوليسوپه اکاډمي کي شامل اوپر١٣٥٧ل يې دافسرپه توګه دکورنيوچاروپه وزارت کې په کارپيل وکړد٦٠او٦٦کلونوترمنځ يې ددولتي دندې سره سره دديپلوم دترلاسه کولولپاره دويم ځلي دپوليسواکاډمي ته دکميسارکورس په تعقيب سره ديپلوم ترلاسه کړ٠
نوموړي دمسلکي زده کړې او وړتياله امله په مهموپوستونوکې دندې سرته رسولي پر١٣٦٧ل کال دډګروالۍرتبې ته ورسيده
کامه وال دعسکري دندې ترڅنګ دپښتوژبې له شعراوادب سره ډيره مينه درلوده،له دامله يې له١٣٦٣ل راهيسې په شعرويلوپيل کړی دی ٠
کامه وال ترعسکري هممسلکانو،دهيواد دپښتوژبي دليکولانواوشاعرانوسره ناسته پاسته اوزياته مينه لري اودهغوی په ټولوغونډواومحفلونوکې يې برخه اخيستې ده
دکـــــامــــــــه وال لــــيـــکل شـــــــوي اثـــــار
ژوبل يادونه چـــــــــــــــــــــــــــــــــــاپ ١٣٦٨
دزړه لـــــلمه شـــــــعـــــــــري ټــــــــــــولــګه
کـــــــچکول دلنډوکيسوټولګه نــاچاپ
دالته و ټوکي د زړه للمه شعري ټولګه ولوالې
شعرونه
17 خپاره شوي شعرونه
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
څلوريزه
غلام محمدکاماوال
د لـــــــــنــــــــــدن دا محلونه که بنګلي دي
ماته غــــــــــــوره د وطن شاړي کوڅي دي
سپيره کاڼي د سپين غر به پري ورنه کړم
لـــــــــــوړ بــرجونه د جرمن يا فرانسي دي
د عشق جذبهبشپړ شعر ولولئ
د عشق جذبه
غلام محمدکاماوال
چي د عشق جذبه يـــې نه وي په رګوکي
هغه واړه حساب شــــــوي دي په مړوکي
د يورپ نازک بــــــــــــــدنه بـــه زه څه کړم
ګرځيداي د خپـــل وطـن په غرو رغوکي
ماته واړه لکخ ګــوتــــــي د يو لاس دي
کله فرق شته لروبـــرو پـښتــــنـــــوکـــي
راته ښکاري د جانان حـــــسن نظر دي
کامه وال يې چي شميرلي په سړوکي
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
څلوريزه
غلام محمدکاماوال
څو بــــــــــــــه دي د ظلم دنيا ګورمه
ځمه بيــــــا فرعون ته موسي ګورمه
وژني مي پخپله په خپل ځان باندي
زه لاورتــــــــــــــــه بيا په خندا ګورمه
دعابشپړ شعر ولولئ
دعا
غلام محمدکاماوال
نشته هغه مور چي په رښتيا لاسونه پورته کړي
ماپسي به څوک اوس په دعا لاسونه پورته کړي
اميرحمزه بابادژونداتيايمې کاليزې تهبشپړ شعر ولولئ
اميرحمزه بابادژونداتيايمې کاليزې ته
غلام محمدکاماوال
په پيښورهم په کابل دی حمزه
په لراوبرکې روڼ مشعل دی حمزه
ټول شاعران يې افتخارکړي په نوم
پلار د پښتو نوي غزل دی حمزه
هرويناکې يې خواږه پراته دي
د پښتودلارې مل دی حمزه
موږته يې ځوان کړلوغزل دپښتو
خپله بابا دهرمحفل دي حمزه
زه دحمزه په لاره ځم ملګرو
چي شاعرانوکې اول دی حمزه
چې پښتانه غونډکړي يوه مرکزته
دغسي کړی يوتکل دی حمزه
يارنبشپړ شعر ولولئ
يارن
غلام محمدکاماوال
په غټو غټوراتــــــــه وينـــــــــي يــــــاران
ولي داڅومره شوه بي مينــــــي يــــــاران
څومره که وګرځيدم ښـــــــــکته پـــــورته
پيدامې نه کړل څورښتيني يــــــــــــــاران
چې په ژوندون راته ونه رســــــــــــــــيدل
تش يادوي مي اوس په مړينې يــــــاران
له وېرې غږايســـــــتلی نـــــــــشم خـــلکه
پښي اوس ږدي زماپرستوني يـــــــاران
دنورو دردته به شي څـــــــــنــــــګـــــه دوا
ګرځي په خپل منځ کي خواشيني ياران
لږڅه انصــــــــاف خوورته ورکړې خدايه
په کامه وال کــــــــوي نــــــاشوني ياران
دنظره شولهبشپړ شعر ولولئ
دنظره شوله
غلام محمدکاماوال
راته ښکاریږې له نظره شوله
چې قافله مو بی رهبره شوله
که مو تری ډیر سرونه ځار کړه خو لا
خبره تیره هم له سره شوله
کاروان یې وداړه په نیمه لار کې
چې دادنیا پری راخبره شوله
ما خو ګټلی تر اټکه پورې
اوس راته پیښه له »ماهیپره » شوله
دکوم ظالم ښکارې له لا سه خلکو
دخیال مرغی مې بې وزره شوله
تورې کوڅۍبشپړ شعر ولولئ
تورې کوڅۍ
غلام محمدکاماوال
تورې کوڅۍ چې تار په تار جوړیږې
کوم لیونې غریب له دار جوړیږې
نن چې داښکلې ټول مغروره ګرځې
دکوم مین د قتل لار جوړیږې
دغیر غماز ځای په کې نه وینمه
زمونږ خبری وار په وار جوړیږې
څه به پرواددوزخونوکوم
ستا چې وربل په هر سهار جوړیږې
چا دکمڅو ټالونه ګرم کړه بیا
موږ بد نصیبو ته ګوزار جوړیږې
مدام دا ښکلې کامه وال لپاره
کله تر بور ، کله بادر جوړیږې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
غلام محمدکاماوال
ستا چی بنګړی مړوند کــــی شورواخلی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
غلام محمدکاماوال
چالا خندلي نه وي زړه ورکوم