افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
د عشق جذبه
چي د عشق جذبه يـــې نه وي په رګوکي
هغه واړه حساب شــــــوي دي په مړوکي
د يورپ نازک بــــــــــــــدنه بـــه زه څه کړم
ګرځيداي د خپـــل وطـن په غرو رغوکي
ماته واړه لکخ ګــوتــــــي د يو لاس دي
کله فرق شته لروبـــرو پـښتــــنـــــوکـــي
راته ښکاري د جانان حـــــسن نظر دي
کامه وال يې چي شميرلي په سړوکي