افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
اميرحمزه بابادژونداتيايمې کاليزې ته
په پيښورهم په کابل دی حمزه
په لراوبرکې روڼ مشعل دی حمزه
ټول شاعران يې افتخارکړي په نوم
پلار د پښتو نوي غزل دی حمزه
هرويناکې يې خواږه پراته دي
د پښتودلارې مل دی حمزه
موږته يې ځوان کړلوغزل دپښتو
خپله بابا دهرمحفل دي حمزه
زه دحمزه په لاره ځم ملګرو
چي شاعرانوکې اول دی حمزه
چې پښتانه غونډکړي يوه مرکزته
دغسي کړی يوتکل دی حمزه