د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي غلام محمدکاماوال شعرونه

غزل

چالا خندلي نه وي زړه ورکوم

په نيمه خوله باندي زه خوله ورکم

که څوک راځي د غريبي ماښام ته 
زه ورته پته د کاله ورکوم
 
ورک شوي نه يم انګريزي تهزيب کي
سباناري د پښتانه ورکوم
 
مخ رانه مه اړوه ښکلي اشنا
لږي دي سترګو ته اوبه ورکوم

ستا د دوزخ پروا زه نه لرمه
زه صدقه د ژوندانه ورکوم

تندي ته ګورم ظرف ته نه ګورمه 
زه ورته هومره پيما نه ورکوم
د شاعر نور شعرونه ←