افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
تورې کوڅۍ
تورې کوڅۍ چې تار په تار جوړیږې
کوم لیونې غریب له دار جوړیږې
نن چې داښکلې ټول مغروره ګرځې
دکوم مین د قتل لار جوړیږې
دغیر غماز ځای په کې نه وینمه
زمونږ خبری وار په وار جوړیږې
څه به پرواددوزخونوکوم
ستا چې وربل په هر سهار جوړیږې
چا دکمڅو ټالونه ګرم کړه بیا
موږ بد نصیبو ته ګوزار جوړیږې
مدام دا ښکلې کامه وال لپاره
کله تر بور ، کله بادر جوړیږې