د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

11 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

 صفيه صديقي د پښتو ژبي تکړه شاعره د ښاغلي عبدالرزاق صديقي لور د ننګرهار ولايت د سره رود اولسوالۍ د نظر اباد د کلي په يوې روشنفکري کورنۍ کي پر ١٣٤٢ ل کال زېږېدلې ده .

پر ١٣٦٢ ل کال له خصوصي زده کړي وروسته د کابل ښار د زرغونې لېسې په لسم ټولګي کښي شامله شوه او پر ١٣٦٣ ل کال له نوموړي لېسې څخه فارغه شوه . پر ١٣٦٤ کال د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کي شامله او پر ١٣٦٧ ل 
کال کښي ترې فارغه شوه . 
له هغه وروسته يې د پېښور پوهنتون څخه د پښتو ادبياتو په څانګه کي ماسټري تر لاسه کړه . صفيه صديقي له ١٣٥٨ راهيسي شعرونه ليکي او تر اوسه يې له شعرونو پرته ګڼ شمېر علمي او تحليلي مقالې د هيواد په خپرونو او له هيواده بهر په نورو خپرونو کي خپرې شوي دي .
صفيه صديقي په پښتو ، دري ، انګليسي او اوردو ژبو پوهيږي ، خو ليکوالي زياتره په پښتو ژبه ده .
مستقل آثار يې لکه :
١ـ لوپټه ( د شعرونو مجموعه ) ، د افغانستان د ليکوالو انجمن ١٣٦٧ ل کال ، کابل چاپ .
٢ ـ نا لوستی کتاب ( د شعرونو مجموعه ) خوشال فرهنګي ټولنه ، ١٣٧٥ ل کال ، لاهور چاپ .
٣ ـ د لنډو کيسو يوه مجموعه 
٤ ـ ټوکي او ټکالي ....
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

د حيا په اور

 د يو اختر په ورځې له انتظاره لرې سترګه په سترګه شولو ما خو هم ستا په سترګو خواږه، خواږه خيالي خوبونه ليدل په دواړو…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

د مينې دنياګۍ

 همدا چې په سينه کې مې غمونه نه ځايېږي د سترګو په کاسو کې مې اورونه نه ځايېږي ګرېوان اختيار بايللى مې سيلو ته دى…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

د خزان غېږ

 تا چې يادومه نو ګرېوان په اوښکو ولامبي ياره انتظا کې دې هجران په اوښکو ولامبي واخله ژونده واخله ستا خوښي شه مبارک درته پرېږده…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

کله نا کله

 په زړه کې د ليمو چې اوسېدې کله نا کله د اوښکو په باران به لمبېدې کله نا کله که هلته به ځاى نه و…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

د محبت ګلونه

 مالي ګلونه کره په هغو زړونو کې چې د شاړو دښتو په شان، وچې سپېرې پرتې دي په څېر د کاڼو دي، دوى چې الفت…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

تپوس

 سترګو نه دې وپوښته دا کتل کتل څه دي؟ غشي په ګوګل زما سر په سر ويشتل څه دي؟ ستا د محبت په تور ښه…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

د سولې لمر ته

 ته راته خاندې خاندې شونډې موسکۍ دې وينم دا ستا په سترګو کې يو زېرى د خوښۍ وينمه ښايي چې ماته يې پيغام راوړى ښايي…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

اباسين ته

 څپې څپې څپې شه اباسينه که مې وړې زما د ژوند لمحې شه اباسينه که مې وړې خواره واره دامونه د وصال په هره لور…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

وطنه

 مونږه په سر مونږه په زړه مونږ په لېمو درغلو مونږ ستا په لوري عبادت کړو په سجدو درغلو د ښار قاضي مونږ ته سزا…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

ط§ط¨ط§ط³ظٹظ† طھظ‡

څظ¾ې څظ¾ې څظ¾ې ط´ظ‡ ط§ط¨ط§ط³ظٹظ†ظ‡ ع©ظ‡ ظ…ې ظˆړې ط²ظ…ط§ ط¯ عکظˆظ†ط¯ ظ„ظ…ط­ې ط´ظ‡ ط§ط¨ط§ط³ظٹظ†ظ‡ ع©ظ‡ ظ…ې ظˆړې ط®ظˆط§ط±ظ‡ ظˆط§ط±ظ‡ ط¯ط§ظ…ظˆظ†ظ‡ ط¯ ظˆطµط§ظ„ ظ¾ظ‡ ظ‡ط±ظ‡ ظ„ظˆط±…

بشپړ شعر ولولئ ←
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

وطنه

مونږه په سر مونږه په زړه مونږ په لېمو درغلو مونږ ستا په لوري عبادت کړو په سجدو درغلو د ښار قاضي مونږ ته سزا…

بشپړ شعر ولولئ ←