د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د اغلۍ صفيه صديقي شعرونه

اباسين ته

 څپې څپې څپې شه اباسينه که مې وړې

زما د ژوند لمحې شه اباسينه که مې وړې

خواره واره دامونه د وصال په هره لور کړه
لمنه د ليلې شه اباسينه که مې وړې

له برې راته راوړه ټول غمونه د جانان
په ورو، ورو رانږدې شه اباسينه که مې وړې

د ژوند د پرېشانيو رانه مه کوه پوښتنه
د اوښکو قافلې  شه اباسينه که مې وړې

سلګيو کړم ستومانه ماڼيجنه يم له ژونده
راپورته شه لمبې  شه اباسينه که مې وړې

بې کوره بې وطنه يم چې تانه پنا غواړم
اسره د بې اسرې  شه اباسينه که مې وړې

په اوښکو لوند ګرېوان مې راته ستا لمنه ښکاري
بې ځانه وسوسې  شه اباسينه که مې وړې

حرام مې کړه خوبونه او څپې واخله بې شانه
غزل د (صفيې)  شه اباسينه که مې وړې
د شاعر نور شعرونه ←