پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ښاغلي یوسف خدمتګار شعرونه
9 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
د پيدا کيدلو ځای : دکنړو نو ښکلی ولايت د نرنګ د سمی لمټک کلی . د پيدا کيدلو نيټه : د ١٣٣٤ کال د مرغومی ١١ نيټه د ١٩٥٥ م کال د جنورۍ لومړۍ نيټه . ټولنيز وضع : په يوه بي وزلی کورنۍ کې زيږيدلی دی . د پلار نوم يي محمد سيفور زوی او د پلار طرفه د مزدور خان دمور له طرفه دکيجانخان چی دواړه ورونه اؤ دمحمد افضل خان زامن اومحمد اکرام خان د زوی عمر خان لمسی ؤلمسی دی . مورنۍ ژبه پښتو . زده کړې : لومړنه اؤ دوهی زده کړی ئي د کنړونه د نرنګ په ليسه کی پای ته رسولی اؤ د لوړی زده کړی لپاره د افغانستان جمهوريت د پوليسو اکاډمی ته شامل اؤ د همدغه اکاډمی ليسانسه . اؤ په ١٣٥٨ اؤ ١٣٥٩ کلونو کی ئي د افغانستان د خلکو د موکراتيک د اجتماعی اؤ سياسی علومو انستيتوت په بری سره پای ته رسولی دی . په ١٣٦٢ اؤ ١٣٦٣ کلونو کی ئي د افغانستان د موکراتيک جمهوريت د څارندوی اکاډمی د کميسارانو مسلکی پوهنځی د دوهم ځل لپاره د علمی اؤ مسلکی پوهی د لوړولو په غرض لوستلی دی . کورسونه : په ١٣٥٦ کال کی د ملګرو ملتونو د سازمان UNDCP له خوا په کابل کی د مخدوره موادو د کشف اؤ کنترول ميتوديکی مسلکی کورس اؤ هم د ماسکو په ښار کی د جنائي جرمونو د کشف اؤ عامه امن اؤ نظم د ټينګښت عالی کورس په برياليتوب سره لوستلی اؤ د ملګرو ملتونو له جوړو شوو دريو بيلو بيلو ورکشابونو اؤ علمی سيمارونو کی ئي ګډون کړی دی . چاپ شوي اثار : د نوموړی ډير شعرونه ادبی ټوټی علمی اؤ ټولنيزی مقالی د ننګرهار په ورځپانه د څارندوی په مجله اؤ د هېواد په نورو ورځپانو کی چاپ خود وخت د سياستونو سره د نه ورتوالی له کبله په ځانګړی ډول ندی چاپ شوی . دا دی دنومړی ځل لپاره ( هيلی هاندونه اؤ ارمانونه ) چی د نوموړی د ژوند قيصه د حال په ژبه بيانوی ګرانو لوستونکو ته ته وړاندی اؤ په نيږدی راتلونکی کی زما قيصه په عنوان لنډی قيصی چاب اؤ ګرانو وطنوالو ته وړاندی شی . دولتی دندی : دهلمند ولايت دامنی قوماندانی د مخدور موادو د کنترول د شغبی غړی مرستيال اؤ مدير - د نيمروز ولايت د څارندوی قوماندان - د ننګرهار ولايت د څارندوی د سياسی چاروامر - د افغانستان دموکراتيک جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د کشف رئيس - د افغانستان جمهوريت د کورنيو چارو وزارت د مخدوره مواد اؤ قاچاقو دکنترول رئيس ٠
د لوی افغان وطنه
زما جانان جانان وطنه د جانان وطنه د لوی افغان وطنه له اباسينه تر امو جنت نشان وطنه د لوی افغان وطنه ته تمدن د…
بشپړ شعر ولولئ ←پور
وران دې کلی کور دی پښتونه لر او بر پيغور دی پښتونه وګوره بچی دې بې کماله دی داغ درباندې تور دی پښتونه کور دې د لالونو خزانې لري ستا واک پکې سکور دی تانه رواجونه پښتو هيره ده ژوند دې د شمکور دی پښتونه ستا ټاټوبی بل په زور ويشلی دی جوړ د رقيت شور دی پښتونه واک اختيار دې نشته ته بې واکه يې خپل کور درته ګور دی پښتونه ټول ملکونه يو شول چې بيل شوي وو پام دې په کوم لور دی پښتونه ته هم د پلرو کورګی ودان کړه خپل مټو کې دې زور دی پښتونه وايي خدمتګاره ځه د خوشال په لار دا درباندې پور دی پښتونه
بشپړ شعر ولولئ ←خدای دی راوله
خدای دی راوله په خير سره پاڅونه خفه شوی درپسی دی خويندی ورنه نه به خوښ ئی که خفه ئی په سفر کی مونږه دم…
بشپړ شعر ولولئ ←زما وطنه
زما وطنه ای جنت وطنه د سترولس غيرت غيرت وطنه امو دريا نه اباسينه پوری قدم قدم دستر غيرت وطنه ستا هندوکش ټوله نړی کی…
بشپړ شعر ولولئ ←د پښتو د ستر مشر په ياد
له امو نه تر جيلمه يو ټبر دی يو پښتون دی يو يي کور يو ئي خيبر دی له مردان نه تر جوزجان او سيتان…
بشپړ شعر ولولئ ←مورې
ای زما مورې ای خوږې مورې څومره په ما وکړيدې مو رې زماژوندون ؤله ناخوالونه ډک ته مې تر څنګه کړيدې مورې چې لا کوچنی…
بشپړ شعر ولولئ ←د وطن محبوبې ته
چې قدم په قدم ږدم تا يادوم چې پاڅم او يا کيښنم تا يادوم هيڅ ساعت کړۍ مې نه وځي له ياده څه شي خورم…
بشپړ شعر ولولئ ←اختر
ژوندون څه دی شور وشر دی چې تيريږي هر دوران يې راهګذر دی چې تيريږ ي څه به خوښ شي چا چې غم ليدلی نه…
بشپړ شعر ولولئ ←ژوند
څه ښه يو سفرؤ څه وصال مې په کې وليد جانان مې په کی وليده جمال مې په کې وليد خوب ؤ خو مانا اوتعبير…
بشپړ شعر ولولئ ←