افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
پور
وران دې کلی کور دی پښتونه
لر او بر پيغور دی پښتونه
وګوره بچی دې بې کماله دی
داغ درباندې تور دی پښتونه
کور دې د لالونو خزانې لري
ستا واک پکې سکور دی
تانه رواجونه پښتو هيره ده
ژوند دې د شمکور دی پښتونه
ستا ټاټوبی بل په زور ويشلی دی
جوړ د رقيت شور دی پښتونه
واک اختيار دې نشته ته بې واکه يې
خپل کور درته ګور دی پښتونه
ټول ملکونه يو شول چې بيل شوي وو
پام دې په کوم لور دی پښتونه
ته هم د پلرو کورګی ودان کړه خپل
مټو کې دې زور دی پښتونه
وايي خدمتګاره ځه د خوشال په لار
دا درباندې پور دی پښتونه