د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي یوسف خدمتګار شعرونه

د وطن محبوبې ته

چې قدم په قدم ږدم تا يادوم
چې پاڅم او يا کيښنم تا يادوم

هيڅ ساعت کړۍ مې نه وځي له ياده
څه شي خورم او که څه څښم تا يادوم

که ښايسته او ښکلي ګل ته مې نظر شي
پاڼه پاڼه لټوم تا يادوم

که څوک ووينم چې خوښ او په خندا وي
ځان په زوره خندوم تا يادوم

له ژړا ځانله ځانلۍ سره مې شپې دي
تيږې غرونه ژړوم تا يادوم

غم دې ښه دی چې هميش را سره مل وي
په ډير قدر ئې پالم تا يادوم

که دې غم راسره سم ملګری نه وئ
خدمتګاره پوه شه مرم تا يادوم

کب ١٣٧٨

د شاعر نور شعرونه ←