پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
ارواښاد حميد مومند شعرونه
8 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
د پیښور سهیل-لویدیځ لورته وبډه بیری ته نږدې د ماشو خیلو په نوم یو وړوکی کلی پروت دی ، چې ورته د مشهور موشکاف شاعر عبدالحمید ماشو خیل سربڼي مومند د زو کړې، استوګنې او د ښخیدو فخر ور په نصیب شویدی.دومره جوته شوی چې ده د د لسمی پیړۍ په ورستیو کې ژوند کاوه د اویا کلو په حدودو کییی عمر کړی دی، یعنی د رحمان با با همعصره ګنل کیدای شي.
په پښتو ، فارسی او عربی ښه پوهیده، دی چا د پښتو سعدی ،چا دپښتو بیدل او چا د پښتو فردوسی او نظامی ګڼلی او ځینو بیا ورته د موشکاف لقب ورکړی او دیوان یی ورته دُر او مرجان ګڼلی دی
ماشو خیل په پښتو کې د هندی ادبی سبک علمبردار او استاد ګڼل کیږي
تر اوسه دده دری قلمی اثار موندل شوی:
۱.دیوان (دُر او مرجان) چی ۲۷۴ غزلی،یو مخمس ،یو مسدس،دوه څلوریځې چې ټول ۲۶۰۱ شعره پکی دي او څلور پلا چاپ شوی دی..
۲.د شاه او ګدا قصه چې هلالی لیکلی او حمید په پښتو مثنوی ترجمه کړی ده.او ښاغلې همیش خلیل چاپ کړی ده.
۳.د مولا نا غنیمت د نیرنګ عشق چی حمید بابایی دپښتو منظومه ترجمه کړې ده.
له ټول او لوی دین سره سره چی حمید بابا یی پر افغانی ادب لري مبارک قبر یی په داسی حالت ویجاړ پروت دی چې د سړی زړه پری سوځي او د با احساسه افغانانو پاملرنې ته سترګې په لاره دی.( د دیوان پر څلورم چاپ د ښاغلي سید انورالحق جیلانيد سریزی نه )
غزل
دداغلي زړه له آهــــــــه شـــــــم څــــه شـــــان چُپ ؟ د چمن پــــــه ګــــــــلونـــــــه وي بـــلبــــــلان چــُپ خلاص شي بیا لکه تـــــورزن دټـــــــول له منځه که هر څوپه غـــاښـــــو ونیسم…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
غره مه شه که په پښو دی نا خوال پریووت د سیلاب له پایبوسیه دیوال پریووت په هجران کې به مې تیر له حلقه نه شي که…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
دد ښنه په مرګ هالــه کـــــوه ښـــــــادۍ کـــــه فــــرمــــان لــــری دخپــــلې آزادۍ چې د بل په نامرادۍ کې مراد غـــواړې دا سبـــــب ګڼــــــه دخپــــلې نــــامــرادۍ لکه ته چې یی پخپله …
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ربـــــــه زړه د رقیــــــــب نــــرم په احسان کړی دا هندوراباندی څـــــه خــــو مسلمـــان کړې زما صبر تیره تــــــــوره کـــــړی پـه عشق کی رقیبان ورباندی غوڅ…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
آهـــوچـشمو چې یې زړه په افسون وکیښ هــــغوســــرلــــه ودانــۍ په هامون وکیښ انتظار یی دنــــــرګس ګـــــونــــه کـــړه زیـړه سروی ســــرپـــسی لــه باغه بیرون وکیښ دا…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
خط په مخ د صـــنم راغی کـــــــه سپوږمی شوه په هاله کې دا یی غاښ بــــه خوله کې زیب کا که ژاله شوه په لاله…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
ډیـــــرمـــــې مــــــه اړوه په توراو سپین صنمه چــــــې خــوني به په خپل ځان شم ستا له غمه چې چیچلی دې دعشـــــق بـــــی دمــــه مـار یم خـــــــود…
بشپړ شعر ولولئ ←غزل
محــــــبت کــــــړم دخــــوبانــواوښ پــه نته د هــــــر چــــــا د ظلم بار وړم بـــــــې منـــــــته د ښکاري په دودجــــاروځم تــــــرهـــر بوټي درسته ورځ د یــــــــوه ښـــــــــــکار له…
بشپړ شعر ولولئ ←