د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد حميد مومند شعرونه

غزل

آهـــوچـشمو چې یې زړه په افسون وکیښ

هــــغوســــرلــــه ودانــۍ په هامون وکیښ

انتظار یی دنــــــرګس ګـــــونــــه کـــړه زیـړه

سروی ســــرپـــسی لــه باغه بیرون وکیښ

دا یی ښاخ له ګل ســـره په تلوار پریک کړ

که له زړه سره مې تــــرکــولـــړمون وکیښ

په هغو د هوس ووړکـــــی ټــــولـــون نه کا

چې له غاړی یی زنځیر د جــــنون وکـــیښ

بیــــهوده یــــی صبـــحــدم بـولي وګــــــړي

دغــــــه آه زمـــــا لـــــه غمــه ګردون وکیښ

چــــې یــی وکیښ خط توبری دیار له لاسه

چې یــــی وکیـښ خط توبری د یار له لاسه

ســـــاده دل دامیـــــدزړی زرغـــون وکـیښ

هـــریوداغ شی دپیغور راپــــوری نخښلي

چـــې بــی یاره مې هر دم د ژوندون وکیښ

دا پــــه اور بــــانـــــــدی ژړا د کباب خيږی

که فریاد دیار لـــــه غمـــــه محزون وکیښ

و اسمان ته بــــه د شعر زیـــــنې کیــــــږدي

که حمیـــــــددغـــــم لـه سره زنګون وکیښ

د شاعر نور شعرونه ←