د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد حميد مومند شعرونه

غزل

دداغلي زړه له آهــــــــه شـــــــم څــــه شـــــان چُپ ؟

د چمن پــــــه ګــــــــلونـــــــه وي بـــلبــــــلان چــُپ

خلاص شي بیا لکه تـــــورزن دټـــــــول له منځه

که هر څوپه غـــاښـــــو ونیسم زبــــــــان چــــــُپ

له خامۍ جوش او خروش خیږي لـــــه دیـــګه

وي لــــه خپـــــلې پختــــګۍ پختــــــګان چُپ

په اوبو به دې دمـــــراد ډیــــوه شـــــــي بــــــله

که صدف غونــــــدې په صبر کړي دهان چُپ

چې دانــــه پـــــه خــاورو پټه شي خوشه شي

په ګـــــوګـــــل دنـــــنه وســـــاتــه آرمان چُپ

د بلبلونــــــاري ښــــې نــــــه دی پــــــه ګـــــلو

چې په سرولمبوکـــې ســوزي پتنګان چُپ

لــــکه کــــــاه اوکــــهـــربـــاچـــې سره بولې

هسې پټه خولـــــه بلل کاندي یــــاران چُپ

لکه ژاړ ي پــــــټه خوله  بوره بـــــدنــــامــه

هسې کــــانــدي میین زړه آه و فغان چُـپ

آبــــرویـــی دشکرخورمیلمه به څــــه کـــا

چې حمید شکر باري کا په ګریوان چُپ 

د شاعر نور شعرونه ←