پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
د ارواښاد ګل پاچا الفت شعرونه
47 شعرونه
د شاعر ژوندلیک
ارواښاد ګل پاچا الفت د پښتو ژبې لوى شاعر او پياوړى ليكوال، د خداى بخښلى مير سيد پاچا ځوى دى، چه په ۱۲۸۸ هجري ش. كال، دافغانستان د لغمان ولايت د قرغيو ولسوالى د عزيز خان په كڅ كې زيږېدلى دى. خداى بخښلى الفت صاحب د هغه وخت د تعليمي رسم سره سم د ديني او عربي علومو مروجه تعليم د جومات نه پيل كړ، او د هغه خاصې ذكاوت او استعداد له بركته چه خداى(ج) وركړى ؤ، په ډير لږ وخت كې د صرف او نحو، فقه، منطق، فلسفه، حديث او تفسير كتابونه د هغه وخت له مشهورو استادانو څخه وويلې. دديني متداوله علومو د پاى ته رسولو او شخصي مطالعونه وروسته، الفت صاحب په ۱۳۱۴ هجري ش. كال كې د انيس د ملي ورځپاڼې په دفتركې د كاتب په حيث مقررشو او تقريباً ۳۴ كاله د دولت د رسمي مامور او د شورا د وكيل په توګه په خدمت بوخت ؤ.
د الفت صاحب وروستى رسمي ماموريت د ډاكټر محمد يوسف په كابينه كې په كال ۱۳۴۳ هجري ش.د قبائلو مستقل رياست ؤ. الفت صاحب د رسمي ماموريت په څنګ كې د كابل په پوهنتون كې د پښتو ژبې استاد هم ؤ.
په كال ۱۳۲۸ هجري ش.د شورا په اوومه دوره كې، الفت صاحب د ننګرهار د خلكو لخوا د وكيل په حيث انتخاب او په شورا كې د دويم معين په توګه و ټاكل شو. په كال ۱۳۳۱ د شورا په اتمه دوره كې الفت صاحب د لغمان د قرغيو ولسوالي د خلكو لخوا وكيل انتخاب شو. د شورا په دولسمه دوره كې بيا دننګرهار د وكيل په حيث انتخاب شو. د ۱۳۳۴ هجري ش. كال په لويه جرګه كې هم، مرحوم الفت صاحب د ننګرهار د خلكو وكيل ؤ.
الفت صاحب نه يواځې د خاص ذكاوت او استعداد خاوند ؤ، بلكه دليكوالى د خاص قدرت او شعري روانې قريحې څښتن هم ؤ. الفت صاحب په رسمي ماموريت سربيره، ديني، اجتماعي، سياسي، او انتقادي شعرونه او مضامين وليكل او كتابونه او علمي رسالې تاليف كړ، چه ځينې تا ليفات يې مطبوعاتي جوائز هم ګټلي.دي.
دا د پښتو ژبې شاعر او ليكوال په دري ژبه هم شعرونه اومضامين ليكلي چه له بده مرغه ددوى دري اشعار اوس په لاس كښې ندي. د ارواښاد الفت صاحب تاليفات د نظم، نثر او ترجمې پنځويشت كتابونو ته رسيږي، چه ځينې كتابونه يې تر اوسه ندي چاپ شوي. د استاد الفت آثار په خواشينى سره تر اوسه په بهرنيو ژبو هم ترجمه شوي ندي.
الفت صاحب يو متواضع، حليم، خاموش او لږ ويونكى سړى ؤ. بې ضرورته خبرې يې نه كولې او تل به يې د بل خبروته غوږ ايښود، ډيره ظريفه طبع يې لرله او په ټوقو كښې يې هم ادبي نكات پراته ؤ.
دمرحوم الفت صاحب په شخصيت، شاعرۍ او ليكوالۍ،د دوى دوستانو، شاعرانو او ليكوالو ډير په زړه پورې مطالب ليكلي دي ، اما د الفت صاحب د معرفي او پيژندلو لپاره ښه او يواځينى وسيله د دوى خپل آثار دي.
الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې د يو خاص سبك خلاق ؤ. دده دنثرونو او شعرونو لوى خصوصيت سادګي او رواني ده، چه دا خاصيت ددوى ليكنې او اشعار د نورو شاعرانو او ليكوالو د شعر او نثر نه بيلوي. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري او خاص او عام بې تكليفه په مطلب پوهيږي او هر څوك د خپل ذوق په اندازه خوند ورنه اخلي.
الفت صاحب په خپل ساده او روان شعرونو او نثرونو، لوستونكي د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي.
د ارواښاد الفت شخصيت اود ژوند طريقه د هغوى د پوهې او علميت ښكارندوى ؤ. په ظاهر او باطن كښې يې فرق نه ؤ. الفت صاحب د عمل سړى او د انساني او اسلامي اخلاقو نمونه او مثال ؤ.
د مرحوم الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، اجتماعى او سياسي انتقادونه او د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په لور دعوت دى.د مسكينانو، بيوزلو او يتيمانو سره همدردي هم د الفت صاحب په شعرونو كښې ډير زيات دى. اسلامي جهاد د الفت صاحب په ليكنو كې لوى ځاى لري او ديني او مذهبي اشعار يې په قرآن او نبوي احاديثو متكي دي.
ارواښاد الفت د رسمي ماموريت، شاعري او ليكوالي تر څنګ په سياست كښې هم فعال ؤ.په كال ۱۳۳۰ هجري ش. كښې د ولس ملي جريده تاسيس او د ۱۳۳۲ كال تر پايه ددغه جريدې د امتياز خاوندؤ.
د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده. الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى.
د الفت صاحب ډير وخت په مطالعه او ليكلو تيريده. الفت د خپل ژوند په آخرو وختونوكښې(د محمد داؤد خان د جمهوريت په وخت كښې) د افغانستان د سياسي او اجتماعي وضعې نه ډير زيات كړيده او د هغه وخت د نا مناسبې وضعې د اصلاح د پاره ډير كوښښونه وكړ، اما سردار محمد داؤد خان چه د پرچميانو او كمونستانو لخوا محاصره شوى ؤ، سره له پخوانى پيژندنې او احترام، چه الفت صاحب ته يې لرله، نه يې الفت صاحب ته د ليدلو وخت وركړ او نه يې د الفت صاحب ليك ته ( چه د هغه وخت د نا منا سبې وضعې او دهغه د خطراتو په برخه ليكل شوى ؤ)، توجه وكړ.
الفت د خپل عمر آخر وختونه د عزيز خان په كڅ كښې چه دده د زيږيدلو ځاى دى تيرول، تر څو چه د۱۳۵۶ كال د ليندى د مياشتې په ۲۸ نيټه د زړه د حملې په اثر د ۶۷ كلنى په عمر وفات شو، او ددوى په پلرنى هديره كښې چه د كابل جلال آباد د سړك په څنګ پروت دى خښ شو
. خداى (ج) دې وبخښي
أ زادی
شهرت د عقل له نامه دافلاطونه نه ځي د ازادی مينه هېڅکله له پښتونه نه ځي که هر څه لاړ شي له دې د هر…
بشپړ شعر ولولئ ←زه څوک یم
زه بل څوک نه یمه اولاد دغریبانویمه سکنې ورور دعاجزانودخوارانویمه یمه له خاورونه پیدا خورمه له خاورو پیدا دلاس نیا لګې ددې غریبو دهقانانو یمه…
بشپړ شعر ولولئ ←سړیتوب
د تــــوتـــیــــانـــــو لـــــــــه ویـــــــــنـــــــــا دا مـــعــــلـــــو مـــیـــــږي چــــــي خـــــبـــــــرو بــــــانـــــــدي څــــــــــوک نــــــه ســـــــړي کـــــــیــــــــږي ســـــــــړي نـــــه دي چــــــي یــــــــې کــــار د ســــــړې نــــــه وې پـــــــــــه…
بشپړ شعر ولولئ ←په کار نه ده
په مذهب اودين خندا څه په کارنه ده پيروي د هر هرچا څه په کار نه ده که مانع د جدو جهد او د کاروي…
بشپړ شعر ولولئ ←د غروپسرلي
له ګلو ډک دي غرونه رغونه زرکو سره کړي پښي لاسونه د سپينو زرو تختي ښکاريږي سړي چي ګوري نن أبشارونه بهارګل راو وړغرواورغوته د…
بشپړ شعر ولولئ ←د وطن محبت
د وطن په محبت باندې قسم خورم چې د ځان له غمه زيات د وطن غم خورم د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم که…
بشپړ شعر ولولئ ←ستا د پاره
ای زما د زړګي سرد سترګو توره د بهار وږمه تا وېږي ستا له کوره داجهان بهار ښايسته کړستا دپاره ته له خپل قدره…
بشپړ شعر ولولئ ←لوبې کول
په ږيره د بابا اوس ماشومان لوبې کوي خپه يم په مشرانو چې کشران لوبې کوي په مدحه په ستايلو په بوټونو پاکولو داحلق نن…
بشپړ شعر ولولئ ←د باغ عمر
يو ورځ په يوه باغ کې ګـــــــــــــرځېـــــــــــــدمــــه د وږمې په شان له ګلو تــــــــــاوېــــــــــــــدمــــه وخت د بو ټو اېښود لــــــــــــــــو د بــــــــاغوان ؤ ښه موسم…
بشپړ شعر ولولئ ←په زړه کې
په زړه کې عشق د ښکلي يار ښه دی په سر کې فکر د دلدار ښه دی چې مرور آشنا پخلا کاندي يوې جرګې نه…
بشپړ شعر ولولئ ←پسرلی راغلی
باغوانه زيری مې درباندي پسرلی راغلي وخت د ګلانو او موسم ډير ګلالی راغلی داپه سحر کښي غوړېدلی د ګلاب غوټۍ ده که د ښادۍ…
بشپړ شعر ولولئ ←خوشحال خټک
دادب او شعر لویه قهرمانه دمغلو په کور تندر داسمانه دوطن داذادۍ سختو جګړو کې له هر چانه زړور مرد میدانه ستا دشعر مصره لاډبره…
بشپړ شعر ولولئ ←مورې
مورې چې خدای له تا پیدا کړمه ګران یې له هر چا نه په تا کـــــــړمه له خپـــله ځانــــــه لا خبــــــــــرنه ومه چې تا له…
بشپړ شعر ولولئ ←سید جمال الدین
بې حسابه څاڅکي توی پـــــه بحــــــرو بر شـــي لــــه لکــــــونـــــو کـــــــروړونو یو ګو هر شـــــــي رنــــګ په رنـــګ ګـــلان پیداشي غرو رغو کې پکې یو…
بشپړ شعر ولولئ ←پښتون سیده
پښتـــــون سیده دشــــرق نامداره ددیــــن او عــــلم دکــــور ســــــرداره تلــلی وې چیــــرې دڅـــه دپــــــاره دچـــــاله غمـــــــه وې ناکـــــــــراره توره تیاره وه مړه اولسونه راپاڅول تا…
بشپړ شعر ولولئ ←بوعلي سینا
نه یې سیال نه یې نظیر شته په جــهان کې بو علي باندې نازیږي افــــغـــان ځــــکــــه رب ورکـــــړی دې وطــــن ته استعداد دی ترینه زیږي…
بشپړ شعر ولولئ ←ریا کاره
ستــــا ټـــــول کارونــــه خــدایږو دي برای نــام غــونـــدې رامـــعلــــومیـــــږي ستــا فکرونه راتـــه خـــــام غونــــدې هغــــه کارکــــړې چــــــې ساده ګان ورباندې ژر غولیږي دقـــام خـــــادم نـــــه…
بشپړ شعر ولولئ ←دلته شته بل چیرته نشته
دسیلاب مخه چې دشګو په بنـــدونــــــــو تــــړي ژبې اوخولې دملایــانو پـــــه دمـــــــونـــــو تــــړي درنځور تبې په ټوټــکو خامو تـــارونـــــــو تـــــړې بل چیرته نشته دلته شته…
بشپړ شعر ولولئ ←