افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
د غروپسرلي
له ګلو ډک دي غرونه رغونه زرکو سره کړي پښي لاسونه
د سپينو زرو تختي ښکاريږي سړي چي ګوري نن أبشارونه
بهارګل راو وړغرواورغوته د شپنو پام شو خپلو ناروته
زرکه ځان ولي بياله ګړنګه مستي ختلي د غرو سروته
صحرا په ګلو څه ښه ښکاريږي ګلان په ښکلو ښه ښکاره کيږي
غرونه رغونه له ګلو ډک دي
بلبل په باغ کي هسي ګر ځيږي