د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

68 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه  ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ  سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د   نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري  څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
     ١ – ځوانيمرګ ارمان
    ٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
    ٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه       
    ٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دسولې په منګول کې

زه دسولې په منګول کې جرګۍ وړمه مرچلوتهدوطن دميندودهيلي ځولۍ وړمه سنګرو تهچې داوښکوسيلابونه ګرايونونه لامده نه کړيدادجنګ بدرنګ وختو نه سلګۍ وړمه پښتنوته****سره يو…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

مورې

اې زما ګرانې قدر دانې مورېټوله نړۍکې قهرمانې مورېپيغمبران هم ستادغيږې بچيد ټو ل دنړۍ د ليډرانو مور يې****مورې ماشومه وم تا لويه کړمهدژونداخلاق سره…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

سوله مونږنه مروره

زه دپالمه په مينه چې تل ګورم دخيالوکېما قسمت ستاد خوبونو لټولې تعبير وکېته به وايی بيلنډۍ يم دجنګونو په اسمان کېزه هم زر يمه…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زما دسولې ارمان

***زما فطرت کې دانسان په نوم ارمان وګورهدژوند قاتله ټوپک مه ګوره جهان وګورهزه د نړۍ دانسانانوتعبيض کله منم؟زما زخمي زخمي وطن افغانستان وګوره****زه د…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

ملکه دسولې

که زه ملکه شم د ټولې نړۍددونيا ټولو جګره مارو نه بهدا ټوپکونه او وسلې ټولومجنګسالارانو ته ژوندون ښايمهدانسانيت مقام ته دمحبت له علمهډير مکتبونه…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

بدقسمته ښځه

بدقسمته ښځهچې پيدا شومه دادا په ما خپه شوهم زړه ادکۍ نيا په ما خپه شوهدقسمت داول ورځ تندۍ کې ګونځهتوبه توبه ټول دونيا په…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زه ازاد افغانستان يم

زه تاريخ لرم ژوندې يم دپښتون دزړهارمان يمخپل بچو لره غيرت يم زه ازاد افغانستان يم****خيرکه نن مې بيوسي دیرنګ سپيره دغريبي دهيا بچي مې…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

د بر پښتون آواز

د بر پښتون آوازجارشمه وطنه دسپين غرلمن کې ګل مې کړهوه مې کره لښته د چندړويم سنبل مې کړهلاړ به شمه ستاد جلالا دکو در…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دازادي ليلا

کله اقرار کله انکار ولې کړې؟ديو شيطان په شان کردار ولی کړئاصيلخويونه د پښتون دستور ديبدل انګريز په شان رفتار ولی کړئ؟سر صدقه کړه دپښتون…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

سهار او مازديګر

سهار او مازديګرزرلښت حفيظای د سهار او مازديګر دلمر زرينی وړانګهای دخوږوخوږو نغمو ای دګلونو څانګهته هم پوهيږي چهګلونه ولې ګران دي راته؟را ته په…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

د نوي کال په ياد

کال به نوې شي او اونې پاڼي وکړيهسکو ونو کې ټول زاڼۍ ځالېوکړيد سنځلو ونۍ سپينې ښکلي ښکاريسپين غرهم بيا پر ګي مماڼۍ وکړيکه بياهم…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زموږ زمري

خداې به توفيق د برۍ ورکړي ورتهګلونه ايښي په پګړو تلي ديدازادي د ليلا ناوې ګټيجرګه ماران دي په جرګو تلي ديبيا د ميوند دشهيدانو…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زه ازاد افغانستان يم

دغره په لوې لمن کې د چينۍ په لورې تلمهومه تندېايسار کړاې د اوبو خواته ورتلمهداد پاس غرونو ځنګله کې يوه ځاله د مرغې وهد…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

سوله

ليکواله زرلښت حفيظزه دسولې پلوي کړم جنګ نړۍ دی سوزولېزما دګرانوطن تور سريي په سرو اوښکو کينولېهديری دي ډکی شوي دتنکيو ارمانونهتور طوفان ور باندې…

بشپړ شعر ولولئ ←