د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1604 شاعران10564 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

د بر پښتون آواز

د بر پښتون آواز




جارشمه وطنه دسپين غرلمن کې ګل مې کړه


وه مې کره لښته د چندړويم سنبل مې کړه



لاړ به شمه ستاد جلالا دکو در غاړي ته



سولې ته کوتره يم
دخوږ وطن بلبل مې کړه



ماته دجهان ښايست دخپل وطن په غروکې دی



اې دکنړسينده خپل څپوکې خوږ غزل مې
کړه



ستا په سر درو کې مې د مينې جهانونه دي



ياددوطن خوږ دی پرهروته يې درمل مې کړه



بيادهندو کش
لمن کې زرکه يوه باز به شم



بيا د کابل سيند سره ټپه ټپه او ساز به شم



ګرځم پښتنو باندې دسولې بل څراغ
به شم



زه دحفيظ خيال سره دبرپښتون اواز به شم

د شاعر نور شعرونه ←