پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
دازادي ليلا
کله اقرار کله انکار ولې کړې؟
ديو شيطان په شان کردار ولی کړئ
اصيل
خويونه د پښتون دستور دي
بدل انګريز په شان رفتار ولی کړئ؟
سر صدقه کړه دپښتون غرور نه
دسر بازی ميدان نه
ننګ راوړه
لکه منصور په شان اقرار کوه
د غيرت نوم سره غورځنګ راوړه
ياخو د مينې جنازه خښه
کړه
ياليونی مجنوني رنګ راوړه
يا ښاپيرې دشين سالوناوه کۍ
په سپين ټټر ورته لونګ راوړه
ياد زيارت ها ليونی ملنګ ته
ډکه پيا نشه د بنګ راوړه
چې شي نشه دسپين اسلام په نامه
سر نزرانه کړي د قران په نامه
يا ليونی د کوم جانان د پاره
سر نزرانه کړي د افغان د پاره
اصيل خويونه د پښتون وګټي
د ازادي ليلا مجنون
وګټي
نه يمه ستا نه د بل چا جانانه
نه غواړم شونډوله خنداجانانه
زه د وطن د جګو غرو ليونې
زه د کونړ د
سيند څپو ليونې
د ازادي ليلا مجنون غواړمه
دپښتون ژوندلره سمون غواړمه
د اسارت ژوند نه بيزاره يم
ه
ازادي غواړمه بدلون غواړمه
چې پښتانه په اتفاق شي سره
دسولۍ ژوند ته اووښتون غواړمه
پخپل خبرو ولاړ کلکه يمه
زه پښتنه حفيظ ملکه يمه