د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

49 شعرونه

د شاعر ژوندلیک

زرلښت حفيظ ملکزۍ د ملک حفيظ الله لور د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د قلاتک د کلې د ملکزيانو په کورنۍ کې زيږيدلې ده په کوچنيوالى کې ېې خپل پلار د ﻻسه  ورکړى او پينځه کلنۍ کې د ښيوې نه ننګرهار ته د خپلې کورنۍ سره راغلې ده او د ننګرهار د الاېې لېسې دولسم ټولګي نه فارغه شوېده.
عالي تحصيلات ېې د کابل د اجتماعي علومو په انستيتوت کې کړيدي دهغې نه ورسته ېې د موراو ماشوم په رشته کې د نساېي وﻻدي څانګه کې خپل تحصيلات بشپړکړي دې د پاکستان د پيښورښار د ناصرباغ د تاڼې څنګ  سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د قابلې په توګه ېې دنده تر سره کړې.
زرلښته د ٢٠٠٢ په جنورۍ کې کاناډا ته مهاجره شوې ده او هلته د يوې لنډې وقفې نه ورسته بيا هم خپل تحصيلاتوته دوام ورکړ دم ګړۍ د کاناډا د البرتا په ولايت په يو روغتون کې رسمي دنده لري خو سره له دې چې هغه کارکوي خپلو تحصيلاتوته د طب په برخه کې دوام ورکوي هغه اوس هم درس وايي د زرلښتې ماشوم توب په هميشه بهار وﻻيت ننګرهار کې تير شويدى هغې په ١٣ کلنۍ کې په شعرويلو پيل کړيدى زرلښته د طبيعت د ښکلاګانو سره زياته مينه لري د زرلښتې شعرونه او لنډې کيسې د هيواد دننه او بهرپه ورځپاڼو، مجلو او د   نيټ په سايټونوکې نشريږي چې دا لړۍ دوام لري زرلښته وايي دژوند په هره شيبه ورته ډير ارزښت لري شاعرۍ او ليکوالۍ شره ډيره مينه لري هغه وايي کله چې ډيره ستومانه شي نو بيا قلم پورته کوي شعر او کيسې ليکي هغه د خپل هيواد سره ډيره مينه لري  څلورچاپي اثار لري چې په ﻻندې توګه دي:
     ١ – ځوانيمرګ ارمان
    ٢ – شرقي ښکلا د غرب په ماڼو کې شعري ټولګه
    ٣ – ښځه د ژوند په هنداره کې د لنډو کيسو ټولګه       
    ٤ – دسولۍ انتظار شعري ټولګه
زرلښته نور ناچاپ اثار هم لري چې چاپ ته تيار دي يو په بل پسې به ېې چاپ او مينه والو ته به ېې وړاندې شي.

اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زه بی ديدن پاتی شوم

پرون مـــی ستــــا د راتـــــګ لاره کــــی ګلونه فرش کړل ما ويل چه ته به دمحــــبوب اشنـا ســــلام تـــــه راځــــی ماويل چه ته به می…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زخمي کابل يم

چاپه ګولو وويشتم چاپه توپو وويــــــــشــــــــــــــــتم څوک مرور شو رانه په ډير خيرو وويشـــــــــــــــــــتم چا کړمه خرڅ په پردو زما غرور يي مـــــــــــــات کړ چا…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زمادمورکۍ مبنه جانانه ده

دژوند پيل يو عجيبه شـــــان افــسانـــه ده څنګه تـــريــخـــه دا بــــي رحمــــه زمـانه ده چــــه ئ مست پــــه خمارو سترګو د چاوی دساقـــی دخــــــوم دميـــــــورنـــــــدانــــه ده زه  هستی  او مستی…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دژوند ازمښت

ده ويــــل مـــاخـــــو بنګله دمينی جوړکــړه ماويــــــل نـــــه داخــــود دروغو افسانه ده دويـــــل زما خو وسوسه دمينی شورکړي ما ويــــــل هـــــو دا دغمونــــــو سرچينه ده…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زيارت

په دوه لاســــــي ســــــــلام کــــــــوم دزيارت، داشنا ياد تازه کوم په زيارت دسر پوړنې به جنډه وروړمه، کـــــــوم مــــــرور پخـــــلا کـــــــــوم په زیارت بيـــــا مـــــرادونــــه…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

زيرۍ

چې د سها ر سترګه ښکاره شو ګله زه دی پر مخ لکه لمر ګل ولاړ وم چې دي لمر سترګه په ورتله شو ګله…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

غزل

خياله ليونې زړه ته ارمان راځي داسې راته وايي چې جانان راځي بخته چې کوټه رانه چاپير نکړئ مينې ته دګل په نوم پيغام راځي…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

غزل

نه دی سپوږې اونه اسمان ديم نه سهار ستورې دماښام د يم نه يو زيارت اونه حجره د مينې نه دی يادونه نه جانان دی…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

په زړکافر

اوس مې په ژبه کې توبه نه راځي ستادکوڅي نه صبريده نه راځي مغروره حسنه چې خطاپری نشئ که ستاپلورې يي سجده نه راځي زړګيه…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

ښکلې دونياګۍ

دوخت اواز يمه توبی ماتوم دمين زړو نه دوازي ماتوم که مې دمينې ليونی نکړلی دسرکاسه کې مې ائينې ماتوم دپښتنې مينې اواز يمه زه…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

پښتو

زما خوږ ژبه دحيا پښتو ده زما د هيلو تمنا پښتو ده زما هدف خو ويښول دقام دي په خپل وعدو باندې وفا پښتوده ماته…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

 نوی کال

ننګر هاره ننګرهاره زما ښکليه تل بهاره نوی کال دې مبارک شه دنارنج ګل افتخاره ستا باغونه مې ياديږي نارنج ګل دې بيا سپړيږي داشنا…

بشپړ شعر ولولئ ←
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

دپښتنې مور اواز

دپښتنې مور اواز زما په عقل کښې نقص نه شته دی انسان يمه زه ما چې ورکړی امتحان ده قهرمانه يمه زه ما دوطن لپاره…

بشپړ شعر ولولئ ←