د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

 نوی کال



ننګر هاره ننګرهاره
زما ښکليه تل بهاره
نوی کال دې مبارک شه

دنارنج ګل افتخاره
ستا باغونه مې ياديږي
نارنج ګل دې بيا سپړيږي
داشنا ښايسته يادونه
نن مې بيا په زړه وريږي
ننګرهاره ننګرهار
زما ښکليه تل بهاره
نوی کال دې مبارک شه
 

دښايسته جينکو هاره
خا طرې مې پاريدلي
ټولې ستا لمن نيولي
دقسمت مقابله کښې
ما با يللي تا ګټلي
ای دسولې ډک بازاره
ننګرهاره ننګرهاره
نوی کال دې مبارک شه

دښايسته جينکوهاره
دهوا جګو څپو نه
دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه
د ګلرخو محفلو نه
يادوم دې نن بې واره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه

ته لرې ژوندي ولسونه
تاکښې ايښي مين زړونه
ستا ديدن ته هو سيږ م
په تا وياړي تاريخو نه
دشمشاد دزړه سرداره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
د نارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه

تا ترې نه به دې جار شم
دماموني افتخار شم
که زه بيا ستا مېلنمه شم
مينه مسته ددلدار شم
دکونړ دسيند غړ مباره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال د مبارک

زما دګران وطن ولسو ته
ګرانو خويندو شا زلموته
د وطن خوږو بچو ته
مبارک دې وي څو واره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
دنارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه

د (حفيظ) دزړه ارمانه
صفتونه دې بې شانه
شنه باغونه دې تازه وي
روح مې واخستو له تانه
ای زما د زړه دلداره
ننګرهاره ننګرهاره
ای دسولې ډک بازاره
د نارنج ګل افتخاره
نوی کال دې مبارک شه

د شاعر نور شعرونه ←