د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

1825 شاعران12192 شعرونه
اغلي زرلښت حفیظ ملکزۍ شعرونه

غيرتونه

 


 دچم ګاونډسوداګر راشي اوسرونه يوسي
 دافغان وينه ارزان شوې ځکه زړونه يوسي
 څوک يي په غرونوباندی اړوي په يبلوپخو
 څوک پرې انعام اخلي بوجوکې اندامونه يوسي
 زمادملت سوداملکونوباندی نه ختميږي
 ځکه هروخت قاتلان راشي اوننګونه يوسي
 ای دافغان دغيرتونوشملې مه پريږدئ نور
 چې دوي لتاسونه دکارهمت وياړونه يوسي
 زرلښته نور دغه ملت راو يښول غواړي
 داسی هم نه چې بيا له مونږ نه غيرتونه يوسي

د شاعر نور شعرونه ←