په فراه کې د اوبو ۱۰۰ زره متر مکعبي بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د فراه ولایت د پشتکوه ولسوالۍ د انجیران په سیمه کې د اوبو یو بند جوړ شوی چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) په مالي ملاتړ پرې ۳۵۰ زره امریکایي ډالر لګول شوي دي. سیمهییز چارواکي وايي، دغه پروژه به د سېلابونو د خطرونو په کمولو او د کرنې لپاره د اوبو په برابرولو کې مرسته وکړي.
د بند د اوبو زېرمه کولو ظرفیت ۱۰۰ زره متر مکعب ښودل شوی دی. د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دې پروژې اساسي موخه د سطحي اوبو مهارول، د سېلابونو له امله د زیانونو راکمېدل او د اوبیزو سرچینو ښه مدیریت دی.
د یاد ریاست کارپوه توریالي نوري ویلي، د بند له جوړېدو سره به د شاوخوا سیمو د کرنیزو ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبو د زېرمه کولو زمینه برابره شي. د فراه سیمهییز مسوولان هم باور لري چې د اوبو موجودیت به د کرنې د پراختیا ترڅنګ د سیمې د خلکو د ژوند د ښه کېدو لپاره زمینه برابره کړي.
د فراه مرستیال والي محمدګل خیبر ویلي، د بند له اوبو څخه د ګڼو نږدې کلیو اوسېدونکي ګټه اخیستلی شي. د هغه په وینا، د اوبو زېرمه کول به خلکو ته دا ډاډ ورکړي چې خپلې کرنیزې چارې دوامدارې وساتي او په سیمه کې د ابادۍ او زرغونتیا د پراخېدو لپاره کار وکړي.
د فراه د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولانو په ورته وخت کې د اوبو پر عادلانه وېش او سمې کارونې ټینګار کړی دی. د دغه ریاست رییس پیرمحمد حلیمي ویلي، باید د اوبو بېځایه مصرف ودرول شي او سرچینې داسې ووېشل شي چې یوه برخه ځمکې د اوبو له کمښت سره مخ نه شي. هغه د اوبو د مدیریت لپاره د دوامدارې څارنې اړتیا هم یاده کړې ده.
د پشتکوه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو کلونو کې سېلابونو د دوی کرنیزو ځمکو ته زیانونه اړولي دي. هغوی هیله لري چې نوی بند به له یوې خوا د سېلابونو د خطر کچه راټیټه کړي او له بلې خوا به د کرنې او بڼوالۍ د پراختیا لپاره اوبه برابرې کړي.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکو تمه ښودلې چې د بند په شاوخوا کې به شاړې ځمکې بېرته ابادې او زرغونې سیمې پراخې شي. د چارواکو په وینا، د پروژې ساتنه، پالنه او د اوبو عادلانه مدیریت اړین دي، څو خلک یې په اوږدمهال کې له ګټو برخمن پاتې شي او د کرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي زمینه برابره شي.