د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د نیمروز زده‌کوونکي د ښوونځیو د ودانیو او لومړنیو امکاناتو غوښتنه کوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د نیمروز د مرکز زرنج ښار یو شمېر زده‌کوونکي وايي، د ښوونځیو د مناسبو ودانیو او لومړنیو ښوونیزو امکاناتو نشتوالي د دوی د زده‌کړو بهیر له ګڼو ستونزو سره مخ کړی دی. دوی له حکومتي ادارو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د ښوونځیو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي.

د زرنج ښار د یوه ښوونځي د پنځم ټولګي ۱۲ کلن زده‌کوونکی اسامه وايي، د دوی ښوونځی مناسبه ودانۍ او د زده‌کړې لازمې اسانتیاوې نه لري. هغه له شته ستونزو سره سره، د درسونو د دوام لامل خپله له زده‌کړو سره مینه بولي او غوښتنه کوي چې زده‌کوونکو ته د مناسب تعلیمي چاپېریال زمینه برابره شي.

د دغه ښوونځي نورو زده‌کوونکو هم ویلي چې په ژمي کې د تودوخې لپاره بخارۍ او په اوړي کې د ټولګیو د یخولو لپاره پکې نه لري. هغوی زیاتوي چې پر فرش درس وايي او د ښوونځي نامناسب چاپېریال یې پر زده‌کړو منفي اغېز کړی دی. زده‌کوونکې ستایش وايي، دوی له لومړنیو ښوونیزو امکاناتو هم بشپړ لاسرسی نه لري او له مسوولانو غواړي چې د ښوونځي ستونزې حل کړي.

زده‌کوونکی نظیر احمد وايي، ښوونځی یې په یوه کرایي کور کې جوړ شوی او دروازې یې خرابې دي. د هغه په وینا، د دروازو له خرابوالي سره په ژمي کې سړه هوا ټولګیو ته ننوځي او زده‌کوونکي د درس ویلو پر مهال له ستونزو سره مخ کېږي.

د نیمروز د پوهنې ریاست مسوولان د دغه ولایت په یو شمېر ښوونځیو کې د مناسبو ودانیو او تعلیمي امکاناتو کمښت مني. د ریاست د اسلامي زده‌کړو امر عبدالغني شفیق وايي، د بودجې د نشتوالي له امله تر اوسه نه دي توانېدلي چې د ټولو اړمنو ښوونځیو لپاره ودانۍ او اړین وسایل برابر کړي.

د پوهنې ریاست په وینا، د نیمروز په مرکز او ولسوالیو کې ځینو اوسېدونکو د ښوونځیو د جوړولو لپاره خپلې ځمکې دې ادارې ته سپارلې دي، خو د مالي سرچینو کمښت د ودانیو د جوړېدو خنډ شوی دی. شفیق ډاډ ورکړی چې د ستونزو د حل او د زده‌کوونکو لپاره د ښو شرایطو د برابرولو هڅې روانې دي.

د نیمروز د پوهنې ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې ۱۳۷ ښوونځي فعال دي چې له ۶۳ زرو ډېر زده‌کوونکي پکې زده‌کړې کوي. له دغو ښوونځیو څخه ۱۲ یې ځانګړې ودانۍ نه لري او له شپږ زرو ډېر زده‌کوونکي پکې پر زده‌کړو بوخت دي.