د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په غزني کې د مېوو د تولید په پرتله د سړو خونو ظرفیت کم دی

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د غزني بڼوال او د مېوو سوداګر وايي، په دغه ولایت کې د تازه مېوو د ساتنې لپاره د سړو خونو کمښت دوی اړ کړي چې خپل حاصلات د راټولولو په موسم کې په ټیټه بیه وپلوري. دوی وايي، د مناسبو بازارونو نشتوالی هم د بڼوالو اقتصادي ستونزې زیاتوي.

د غزني د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې، په دغه ولایت کې هر کال له یو میلیون مټریک ټنو څخه ډېرې بېلابېلې تازه مېوې تولیدېږي. خو د موجودو سړو خونو ټولیز ظرفیت شاوخوا ۱۸ زره مټریک ټنه دی، چې د تولید شوې مېوې په پرتله ډېر کم بلل کېږي.

بڼوال محمد انور وايي، د بازار او سړو خونو نشتوالی د دوی له مهمو ستونزو څخه دی. د هغه په وینا، د مڼو بیې د حاصلاتو پر مهال دومره راټیټېږي چې هغه مېوې چې د ښه کیفیت له امله په لوړه بیه پلورل کېدای شي، په خورا ټیټه بیه بازار ته وړاندې کېږي. نوموړي دا وضعیت د مېوو د ساتنې د امکاناتو له کمښت سره تړلی دی.

د مېوو سوداګر فواد فیضي له حکومته غواړي چې د تازه محصولاتو لپاره زیاتې او معیاري سړې خونې جوړې کړي. هغه وايي، شتمن بڼوال ښايي خپلې مېوې په خصوصي سړو خونو کې وساتي، خو بې وزله بزګران د کرایې د ورکولو توان نه لري او له همدې امله اړ کېږي چې حاصلات ژر وپلوري.

په همدې حال کې، په غزني کې د خصوصي سکټور له لوري د سړو خونو جوړولو ته پاملرنه زیاته شوې ده. محمد عالم فقیري، چې څه باندې شل کاله یې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کړی، د غزني ښار په سوېل ختیځه څنډه کې د یو میلیون امریکایي ډالرو په پانګونې یوه سړه خونه جوړه کړې ده.

د فقیري د جوړې کړې سړې خونې د ساتنې ظرفیت زر مټریک ټنه ښودل شوی او شاوخوا ۲۵ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. نوموړي ویلي، پرېکړه یې کړې چې خپله پانګونه په خپل هېواد کې وکړي، څو له یوې خوا د خلکو اړتیا ته ځواب ووایي او له بلې خوا د کارکوونکو د کورنیو اقتصادي ملاتړ وشي.

د غزني اوسېدونکي د ورته پانګونو هرکلی کوي او وايي، سړې خونې کولی شي د تازه مېوو د خرابېدو مخه ونیسي او ځوانانو ته د کار فرصتونه برابر کړي. د دوی په باور، دا ډول پانګونې د بڼوالو د محصولاتو د ارزښت ساتلو لپاره هم مهمې دي.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې په غزني کې د خصوصي سکټور له خوا شپږ سړې خونې جوړې شوې چې ګډ ظرفیت یې شاوخوا ۱۸ زره مټریک ټنو ته رسېږي. د ریاست ویاند محمد زکریا هوتک وايي، ظرفیت لا هم د تولید په پرتله کم دی؛ خو ادارې پانګوالو ته د ځمکو د اجارې او نورو اسانتیاوو له لارې د پانګونې زمینه برابره کړې ده. غزني د انګورو، مڼو، الوچو، زردالو، شفتالو او ګیلاسو له مهمو تولیدوونکو ولایتونو څخه دی.