د افغانستان په ۲۸ ولسوالیو کې د جګړو له امله لارې او بازارونه اغېزمن شوي

د ریچ ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په ګډه ارزونه کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو او د ۲۰۲۶ کال په لومړۍ نیمایي کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتو د هېواد په ۲۸ ولسوالیو کې د ۳۹ کلیو او سیمو پر تګ راتګ او اقتصادي فعالیتونو اغېز کړی دی.
د راپور له مخې، په دغو سیمو کې ځینې لارې زیانمنې شوې او ځینې نورې په بشپړه توګه تړل شوې دي. د لارو بندښت د توکو د لېږد، د بازارونو د فعالیت او د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو بهیر ټکنی کړی دی. که څه هم یو شمېر لارې په لنډ وخت کې بېرته پرانیستل شوې، خو په ځینو ځایونو کې د بندښت موده نږدې دوو میاشتو ته رسېدلې ده.
راپور وايي، په هغو سیمو کې چې لارې تر اوو ورځو ډېرې تړلې پاتې شوې دي، د ځايي خلکو په وینا ګڼ شمېر کورنۍ اړې شوې چې خپل مېنې پرېږدي. د ۲۰۲۶ کال د مارچ د نښتو پر مهال د پکتیکا شاوخوا اووه ټولنې د لارو د زیانمنېدو له کبله په بشپړه توګه له نورو سیمو سره بېلې شوې وې. په کونړ، پکتیا او نورستان کې هم د تګ راتګ د بندېدو جدي ستونزې ثبت شوې دي.
په نورستان کې د اکمالاتي لارو بندښت تر ټولو اوږد بلل شوی دی. د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د غنمو، اوړو، وریجو، بورې او د حفظالصحې د توکو په ګډون یو شمېر اساسي مواد په ځايي بازارونو کې نه موندل کېدل. د راپور له مخې، غرنی جغرافیایي جوړښت، د بدیلو لارو نشتوالی او واورې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې لا زیاتې کړې دي.
د ګډې ارزونې پایلې ښيي چې د ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ کلونو نښتو په ټولیز ډول د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې ۶۱ ولسوالۍ او ۹۲ ټولنې اغېزمنې کړې دي. په ځینو سیمو کې دوکانونه تړل شوي، او په نورو کې امنیتي ګواښونو خلک بازارونو ته له تګ څخه راګرځولي دي.
د مهمو سوداګریزو لارو او بندرونو تړل کېدو د افغانستان د وارداتو او صادراتو بهیر هم ګډوډ کړی دی. د راپور له مخې، د سوداګرۍ یوه برخه ایران او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته اوښتې، خو اوږدو مسیرونو او د ترانسپورټ لوړو لګښتونو د ځینو توکو بیې لوړې کړې دي. د ریچ د بازار څارنې معلومات ښيي چې د یو کیلو وریجو منځنۍ بیه د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې له شاوخوا ۹۹ افغانیو څخه په ۲۰۲۶ کال کې تر ۱۴۳ افغانیو لوړه شوې ده.
د راپور د چمتو کولو لپاره په ۱۶ ولایتونو کې له سوداګرو، موټرچلوونکو او ځايي اوسېدونکو سره مرکې شوې دي. ارزونه ټینګار کوي چې د لارو د تړل کېدو پایلې یوازې د بندښت تر مودې محدودې نه دي؛ بلکې د بدیلو مسیرونو شتون، جغرافیه، موسمي شرایط او د سړکونو کیفیت هم د خلکو پر ستونزو او د بازارونو پر وضعیت اغېز لري.