افغان ۱۹ کلنو لوبډلې عمان ته په ۳۶۵ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې د عمان پر وړاندې د دوو یو ورځنیو لوبو لړۍ د دویمې سیالۍ په ګټلو سره په خپل نوم کړه. افغان لوبډلې په دې لوبه کې د پام وړ توپیر سره بریا ترلاسه کړه.
افغانستان د ټاکلو ۵۰ اوورونو په بشپړېدو سره د عمان د ۱۹ کلنو لوبډلې پر وړاندې د ۴۶۳ منډو هدف کېښود. د عمان لوبغاړو د دې هدف په تعقیب کې یوازې ۹۷ منډې وکړې او ټوله لوبډله یې له ټاکلي هدف څخه ډېره لرې پاتې شوه.
د عمان د لوبډلې د منډو په کمولو کې د افغانستان د توپ اچوونکو ونډه مهمه وه. د افغان لوبډلې مشر سهیل خان پنځه ویکټې واخیستې، نورعلي نیازي درې لوبغاړي وسوځول، او عبدالله همدرد او بلال خان یوه یوه ویکټه ترلاسه کړه.
د افغانستان په توپ وهنه کې طاهر رسولي تر ټولو اغېزناک و او ۱۳۲ منډې یې جوړې کړې. نوموړي په مخکینۍ لوبه کې هم له ۱۷۰ څخه زیاتې منډې کړې وې، له همدې امله د افغانستان او عمان ترمنځ د دې لړۍ غوره توپ وهونکی وټاکل شو.
افغانستان په دې بریا سره د دوو لوبو لړۍ وګټله. د افغان ۱۹ کلنو لوبډلې تر دې وړاندې له بنګلهدېش سره د څلورو یو ورځنیو سیالیو لړۍ په ۲-۲ مساوي پای ته رسولې وه.
ټاکل شوې ده چې افغان ځوان لوبغاړي څو ورځې وروسته په عمان کې د ۱۹ کلنو لوبډلو د اسیا کپ په سیالیو کې ګډون وکړي.