کابل له واشنګټنه پاکستان ته د افغان کډوالو د لېږد په اړه د احتیاط غوښتنه وکړه

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت له امریکا غوښتي چې پاکستان ته د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د احتمالي لېږد په اړه له مسؤلیت، احتیاط او متوازن چلند څخه کار واخلي.
د دغه وزارت په ویناپاڼه کې ویل شوي چې د افغان وګړو د حقونو ساتنه د دوی د هېواد مسؤلیت دی او له افغانانو سره باید، هر چېرې وي، د اړوندو هېوادونو د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او انساني کرامت له مخې چلند وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل ویلي، هېڅ درېیم هېواد ته مناسبه نه ده چې د بل هېواد د اتباعو راتلونکی د محدودو او لنډمهالو ګټو یا نورو موخو لپاره د معاملې وسیله وګرځوي. د هغه په وینا، دا ډول پرېکړې د انساني وقار، حقونو او منل شویو اخلاقي او بشري اصولو خلاف تمامېدای شي.
تکل له امریکا غوښتي چې د افغان کډوالو په تړاو “مسؤلانه او متوازن چلند” غوره کړي. د وزارت په وینا، د افغان وګړو د برخلیک په اړه هر اقدام باید د هوکړې، مناسبې همغږۍ، د هغوی د مشروع حقونو او غوښتنو، او انساني کرامت ته په درناوي ترسره شي.
د طالبانو حکومت ویلي چې د متقابل تفاهم پر بنسټ عملي همکاریو ته چمتو دی. دغه حکومت یو ځل بیا د خپلو اتباعو د باعزته، خوندي او داوطلبانه بېرته ستنېدو په برخه کې پر خپلې همکارۍ ټینګار کړی دی او له درېیمو هېوادونو یې غوښتي چې د نورو هېوادونو د اتباعو برخلیک د امتیازونو د ترلاسه کولو لپاره د معاملې موضوع ونه ګرځوي.
امریکايي چارواکو تر اوسه د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی. تر دې مخکې د پناه غوښتونکو ملاتړو بنسټونو هم د ډونالډ ټرمپ د ادارې پر هغې پرېکړې اندېښنه څرګنده کړې وه چې ښايي د افغان پناه غوښتونکو بېرته ستنول د هغوی ژوند له جدي خطر سره مخ کړي.
امریکايي رسنیو، د سرچینو په حواله، راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره غواړي یو شمېر افغان کډوال او پناه غوښتونکي له امریکا وباسي. د نیویارک ټایمز او اېنبيسي نیوز د راپورونو له مخې، پلان دا دی چې دغه کسان لومړی پاکستان ته ولېږدول شي او وروسته افغانستان ته واستول شي. نیویارک ټایمز د درېیو امریکايي چارواکو له قوله ویلي چې په لویزیانا ایالت کې لسګونه افغان کډوال نیول شوي دي.