د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په کابل کې د طالبانو د فرمانونو د اغېزو په اړه څلور ورځنی کنفرانس پیل شو

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت په کابل کې د دغه حکومت د مشر، مولوي هبت‌الله اخندزاده، د فرمانونو د اغېزو په اړه څلور ورځنی علمي ـ څېړنیز کنفرانس جوړ کړی دی. د کنفرانس پرانیسته د کابل پوهنتون کې شوې او د حکومت یو شمېر لوړپوړو چارواکو، عالمانو، استادانو او څېړونکو پکې ګډون کړی دی.

د طالبانو حکومت وايي، په دې غونډه کې زرګونه عالمان، د پوهنتونونو استادان، څېړونکي او دولتي چارواکي برخه لري. کنفرانس په اصل کې د میدان وردګو پوهنتون له خوا جوړ شوی دی. د دغه پوهنتون رییس، شیخ محمد عابد حقاني، ویلي چې غونډې ته څه باندې ۱۸۰۰ علمي مقالې سپارل شوې وې.

د نوموړي په وینا، له هر اړخیزې ارزونې وروسته شاوخوا زر مقالې منل شوې او په ۷۵ ټولګو کې چاپ شوې دي. د کنفرانس په لومړۍ ورځ د ویناوالو بحثونه د فرمانونو پر شرعي، ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اغېزو، د اسلامي نظام پر پیاوړتیا او د شرعي احکامو پر پلي کېدو راټول وو.

د طالبانو حکومت قاضي القضات، مولوي عبدالحکیم حقاني، په خپله پرانیستونکې وینا کې ادعا وکړه چې د اسلامي نظام له ټینګښت سره افغانان له ګڼو ستونزو څخه راوتلي او د ده په وینا، له اوږدې مودې وروسته د سمتي، ژبنیو او نژادي توپیرونو له کمېدو سره د یوه مشر تر مشرۍ لاندې متحد شوي دي. هغه وویل چې حکومت د هېچا لاسوهنه نه مني او امنیت یې د خپل نظام تر ټولو مهمه لاسته راوړنه وبلله.

د طالبانو حکومت د لومړي وزیر اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي، هم وویل چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې ژبني او سمتي اختلافات له منځه تللي دي. د عدلیې وزیر، شیخ عبدالحکیم شرعي، د پوهانو او څېړونکو له خوا د مقالو لیکل د راتلونکو نسلونو لپاره مهم علمي خدمت وباله او ویې ویل چې د حکومت نظام د شرعي قانون پر بنسټ ولاړ دی.

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په وینا، د طالبانو د مبارزې پخوانۍ مرحله پای ته رسېدلې او اوس د شرعي نظام د عملي پلي کېدو پړاو روان دی. هغه د حکومت د بریا لپاره پر اتحاد او وحدت ټینګار وکړ او ویې ویل چې نظام باید د خلکو ستونزې واوري او هغوی له ځانه لرې نه کړي.

د میدان وردګو والي مولوي خیرالله خیرخواه د نظام پر وړاندې د ګواښونو د مخنیوي او د هغه د پایښت لپاره د هڅو غوښتنه وکړه. هغه افغانستان د نړۍ یوازینۍ هغه جغرافیه وبلله چې په وینا یې اسلامي نظام پکې حاکم دی. د کنفرانس ځینو نورو ګډونوالو هم د غونډې جوړېدل د امر بالمعروف د پلي کېدو او د ټولنې د فکري او اخلاقي روزنې لپاره مهم وبلل.