د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

د بلوچستان سوداګر د افغانستان سره د سرحدي لارو پرانیستلو ته هیله‌من شوي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د بلوچستان سوداګر او د سرحدي سیمو اوسېدونکي د پاکستان د پوځ د دغه ایالت د قوماندان، جنرال عنایت حسین، له هغې څرګندونې وروسته هیله‌من شوي چې ویلي یې دي، د سوداګرۍ لپاره د تړل شویو سرحدي لارو د پرانیستلو هڅې روانې دي.

جنرال حسین تېره اوونۍ په تربت کې یوې پرانیستې جرګې ته وویل، د لارو پرانیستل به خلکو ته د کار زمینه برابره او د سیمې اقتصاد پیاوړی کړي. د بلوچستان سوداګر له افغانستان او ایران سره د سوداګریزو لارو د بېرته فعالېدو غوښتنه لري او وايي، د تګ راتګ محدودیتونو د دوی کاروبارونه سخت زیانمن کړي دي.

د بلوچستان د سوداګرو د اتحادیې مشر رحیم کاکړ ازادي راډیو ته ویلي، دوی د نومبر په دویمه له جنرال حسین سره په لیدنه کې د ایالت د اقتصادي ستونزو، په ځانګړې توګه له افغانستان او ایران سره د پولو د بیا پرانیستلو موضوع، مطرح کړې وه. د هغه په وینا، د پوځ قوماندان د سوداګرو غوښتنې اورېدلې او ژمنه یې کړې وه چې د سرحدونو موضوع به وڅېړي.

د چمن د پخواني پرلت ویاند صادق اڅکزي ویلي، د چمن او سپین بولدک ترمنځ د سوداګرۍ له درېدلو سره زرګونه کسان له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي. نوموړي، چې مخکې یې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د موټرو کاروبار کاوه، ویلي چې شاوخوا شلو کسانو ته یې کار برابر کړی و، خو اوس خپله هم بې‌کاره دی او د پولې دواړو غاړو ته د ورته کاروبارونو د تړل کېدو له امله یې نږدې ۵۰ زره کسان اغېزمن بللي دي.

اقتصادپوه جهانګیر کاکړ د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري د بلوچستان د خلکو د عاید له مهمو سرچینو څخه ګڼي. هغه ویلي، د پولو تړل کېدو د خوراکي توکو پر بیو منفي اغېز کړی او په ایالت کې یې انفلاسیون لوړ کړی دی. د نوموړي په باور، د لارو پرانیستل کولای شي د توکو بیې راکمې او د سیمې اقتصادي فعالیت بېرته پیاوړی کړي.

د چمن اوسېدونکي احمد ظاهر هم ویلي، که د بلوچستان د کور کمانډر څرګندونې عملي شي، د سیمې لپاره به مهم بدلون وي. د هغه په وینا، د پولې له تړل کېدو وروسته ډېر ځوانان د کار لپاره له سیمې وتلو ته اړ شوي دي.

پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونه سخت کړي او د ناقانونه تګ راتګ او قاچاق د مخنیوي لپاره یې امنیتي دلایل وړاندې کړي دي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي کړکېچونو او سرحدي نښتو له زیاتېدو وروسته مهمې لارې هم تړل شوې دي. د طالبانو حکومت تر اوسه د نوو څرګندونو په اړه رسمي دریځ نه دی اعلان کړی؛ خو مخکې یې ویلي وو چې د لارو له پرانیستلو وړاندې د دایمي تګ راتګ تضمین غواړي.