د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

په افغانستان کې معلول کسان د ژمي له رارسېدو سره له لا سختو ستونزو سره مخ دي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

په افغانستان کې معلول کسان وايي چې د ژمي له رارسېدو سره یې اقتصادي ستونزې لا پراخې شوې دي. دوی چې ډېری یې د خپلو کورنیو سرپرستي هم کوي، له بې‌کارۍ، د عاید له نشتوالي او کمزوري ټولنیز ملاتړ شکایت لري او وايي، موجودې دولتي مرستې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

د ننګرهار اوسېدونکی ملنګ خان، چې د ښي لاس له معلولیت سره سره د لس کسیزې کورنۍ سرپرست دی، وايي د کار وړتیا لري، خو د کار زمینه ورته نه برابریږي. د هغه په وینا، د ژمي سړې هوا د ده اندېښنې زیاتې کړې او هغه میاشتنی امتیاز چې ترلاسه کوي، د کورنۍ د اړتیاوو لپاره بسنه نه کوي.

ملنګ خان ادعا کوي چې د معلولینو لپاره ټاکل شوې شاوخوا درې زره افغانۍ میاشتنۍ مرسته په کال کې یوازې د نهو میاشتو لپاره ورکول کېږي او د پاتې درې میاشتو پیسې نه ترلاسه کوي. نوموړی وايي، معلول کسان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او د مرستې لپاره یې ډېرې ادارې غږ نه اوري.

د ننګرهار بل اوسېدونکی، ۳۵ کلن محمد ابراهیم میاخېل، د خپلې اته کسیزې کورنۍ سرپرست دی. هغه وايي، د کار توان نه لري، د نفقې ګټلو بل څوک ورسره نشته او له اقتصادي ستونزو سربېره د اوسېدو مناسب ځای هم نه لري. میاخېل غوښتنه کوي چې د پخواني جمهوري نظام پر مهال د معلولینو لپاره د کورونو په نوم ټاکل شوې ځمکې بېرته ورکړل شي.

د معلولینو د حقونو فعالان هم د دې ډلې وضعیت د اندېښنې وړ بولي. په کابل کې د معلولینو د شورا مشر امین‌الله توخي وايي، زرګونه معلول کسان او د هغوی کورنۍ له داسې شرایطو سره مخ دي چې ځینې یې حتی د یوې مړۍ ډوډۍ د برابرولو توان نه لري. هغه ادعا کوي چې د معلولینو د ځینو مالي حقونو د ورکړې بهیر ځنډېدلی او له ولایتونو څخه ورته د بې‌وزلۍ، بې‌سرپناهۍ او د ماشومانو د سرپرستۍ په اړه ډېر شکایتونه رسیږي.

توخي ټینګار کوي چې معلول کسان یوازې شفقت نه، بلکې د کار فرصتونه، منظمې مالي مرستې، روغتیايي خدمتونه او په ټولنیز ژوند کې د برابر ګډون زمینه غواړي. ازادي راډیو هڅه کړې چې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت نظر واخلي، خو د دغه وزارت ویاند فیصل خاموش د راپور تر خپرېدو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو چې په تېر کال کې د کونډو او یتیمانو په ګډون ۶۵۰ زره معلولینو ته د بانکي سیستم له لارې ۱۲.۶ میلیارد افغانۍ وېشل شوې دي. خو د معلولینو د ثبت شوې شمېرې او د هغوی د ټولیز شمېر په اړه بېلابېل ارقام وړاندې شوي؛ د حکومت اړوند وزارت د ۲۰۲۵ کال په ډسمبر کې د ثبت شویو معلولینو شمېر ۱۸۳ زره ښودلی، په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان دا شمېر شاوخوا ۸ لکه او د ملګرو ملتونو بېلابېلې ادارې یې تر ۱.۵ میلیونو پورې بولي.