د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
کورپاڼه خبرونه

پاکستان: طالبان دې د خپلې خاورې له لارې د بریدونو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه واخلي

افغان اتلان · پښتو
تازه خبرونه — Afghan Atalan

د پاکستان د اطلاعاتو او خپرونو وزارت په یوه اعلامیه کې د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، طالبان له هغو امنیتي اندېښنو څخه د ځواب ورکولو په برخه کې ډډه کوي چې پاکستان یې له کلونو راهیسې مطرح کوي.

د وزارت په وینا، پر پاکستاني امنیتي ادارو تورونه لګول طالبان له دې مسوولیته نه شي خلاصولی چې د خپلې خاورې له لارې د پاکستان پر ضد د ترهګریزو بریدونو مخه ونیسي.

پاکستان ادعا کړې چې دغه اندېښنې یوازې پر اټکلونو ولاړې نه دي، بلکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د امریکا د دفاع وزارت په لوړپوړو راپورونو کې هم ویل شوي چې تحریک طالبان پاکستان په افغانستان کې د فعالیت ازادي او ملاتړ لري، چې له امله یې پر پاکستان بریدونه زیات شوي دي.

په اعلامیه کې د پولې له هغې غاړې د وسله‌والو د اوښتو هڅې، د پوځي عملیاتو پر مهال د افغان وګړو او د وسله‌والو ډلو د غړو وژل کېدل، د بهرنیو وسلو ترلاسه کېدل او د کندهار د ځینو طالب چارواکو له لوري د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو اسانتیاوې هغه موارد بلل شوي چې د پاکستان په خبره، یوازې په انکارونو نه شي پټېدای.

د پاکستان اطلاعاتو وزارت ویلي، د دغه هېواد امنیتي اقدامات د افغان ولس پر ضد نه، بلکې د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې دي. وزارت زیاته کړې چې پاکستان مسوولانه تعامل او خبرو ته چمتو دی، خو د خپلو وګړو او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې لپاره به ټول لازم اقدامات وکړي.

پاکستان له طالبانو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان او بلوچستان‌لبریشن‌ارمي په ګډون د ټولو ترهګریزو ډلو له ملاتړ څخه لاس واخلي.